لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د پاکستان په لنډ حدف وېشتونکو اېټمي وسلو اندېښنې ښودلي


FILE - Pakistani-made NASR missiles are on display during a military parade to mark Pakistan's Republic Day, in Islamabad, Pakistan, March 23, 2017.
FILE - Pakistani-made NASR missiles are on display during a military parade to mark Pakistan's Republic Day, in Islamabad, Pakistan, March 23, 2017.

محمد اکرام

امریکا یو وارې بیا د پاکستان په نیوکلیايي وسلو اندیښنې څرګندې کړي او ویلي پاکستان د نیوکلیايي وسلو بیلا بیلو قسمونو جوړولو پرمختګ جاري ساتلی.

د امریکې قامي استخباراتو ډایریکټر ډین کوټس د تېرې نهې په ورځ د نړیوالو خطرو په اړه د کانګریس یوغونډې ته وړاندې کړي یو رپورټ کې ویلي پاکستان د لنډې فاصلې پورې په رسا هدف وېشتونکې میزایل، د سمندري جهاز نه هدف ویشتونکي کروز میزایل او د اوږدې فاصلې پورې هدف ویشتونکي بیلسټک میزایل په شمول د نوي قسم نیوکلیايي وسلو په پرمختګ کار کوي کوم چې د نوموړي په وینا دغه سیمه د نورو خطرو سره مخ کوي.

د پاکستان خارجه وزارت ویاند محمد فیصل نن د امریکا د استخباراتو په دغه رپورټ نیوکې کړي او ویلي پاکستان په دغه رپورټ کې په منفي توګه په نخښه کړی شوی. نوموړي پایه تخت اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي د څه قسم اعتبار وړ خطرې اندازه کې د هندوستان په تېزۍ سره زیاتیدونکونیوکلیايي وسلو په اړه خبرداری ورکول پکاروو.

محمد فیصل ویلي دويي په تکرار سره نړۍ ته دا دریځ وړاندې کوي چې د پاکستان نیوکلياي وسلې د خپل هیواد د دفاع لپاره دي چې په مشرقي پوله پروت دښمن ګاونډې هیواد د جارحیت نه ډک د څه قسم ګام مخه اونیسي.

واشنګټن په خصوصي توګه د پاکستان د لنډې فاصلې پورې ویشتونکو وړو نیوکلیايي وسلو په اړه فکرمندي لري ځکه امریکايي چارواکي ګڼي د پاکستان په پوځي وسله کې ددغه وسلوشاملولو سره په سیمه کې د نیوکلیايي جنګ امکان زیات شوی.

پاکستاني چارواکي وایي د نصر په نوم مشهور نیوکلیايي وسله وړونکی حتف-۹ میزایل به هندوستان د روایتي ځواکونو په محدوده توګه ممکنه ناڅاپي حملې مخه اونیسي.

د پاکستان پوځ تیرکال اعلان کړی وو چې د نصرمیزایل خپل هدف پورې د رسیدو معیار نور هم ښه کړی او دا چې د میزایل د ویشتو فاصله يې د ۶۰ نه ۷۰ کلومیټره ته زیات کړی.

پاکستان کې په نیوکلیايي وسلود یوکتاب لیکوال او څېړنکار شاهدالرحمان وايي پاکستان خپل نیوکلیايي پروګرام کله هم نه دی کم کړی. نوموړي ویلي ترڅوچې ددوي لپاره د هندوستان له اړخه خطرې موجودې وي ترهغه وخت پورې به پاکستان په خپلوعصري نیوکلیايي وسلو کاردوام دارساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG