د امریکې پوځي او دفاعي مامورین به د نهې، سه شنبې، په ورځ په کانګرس کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو او د انخلا په ورستیو ورځو کې د ګډوډۍ په اړه د پوښتونو سره مخامخ کیږي.
د فاع وزیر لویډ اسټن، د امریکې د پوځ د مشرانو د مشترکه کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي او د پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي به د سېنېټ یا ایوان بالا د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ په اورونا کې حاضرېږي او په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د ختمېدو او په اینده کې د ترهګرۍ د مخنیوي د تګلارې په اړه وېنا کوي.
خپله صدر جو بایډن او د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوېستلو د فېصلې دفاع کوي.
د امریکايي چارواکو په وېنا د طالبانو واک ته د رسېدو نه پس امریکايي ځواکونو د 120000 نه زیات کسان د افغانستان نه راوېستلي دي.
د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ ځینې غړي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په بهیر تنقید کوي.
رویټرز خبري اداره وايي توقع ده د ګډوډۍ ښکار شوي افغانستان نه د امریکې د انخلا د بهیر په سر به پوځي مامورین د سختو پوښتنو سره مخامخ کړی شي. رپورټ وايي امکان دی د کانګرس د اورونې په مهال به د کانګرس د غړو ترمنځ سخت اختلافات هم ولیدل شي.
د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان او د ایوان بالا یا سېنېټ د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټیو افغانستان نه د انخلا په اړه اورونې شروع کړي دي. د سېنېټ کمېټۍ اورونه د نهې، سه شنبې، په ورځ او د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د کمېټۍ اورونه د شورو، چهارشنبې، په ورځ کېدونکي ده.
رویټرز وايي په دې اورونو کې به د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ غړي په هغه غلطیو توجه کوي چې دوی وايي د صدر بایډن حکومت په افغانستان کې د امریکې د دوو لسیزو جنګ د ختمولو په لړ کې کړي دي.
دوه هفتې وړاندې د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن هم د کانګرس په دغه ډول اورونه کې خبرې کړې وي. که څه هم په دغه اورونه کې د هغه د مستعفي غوښتنه کېدله خو بلېنکن افغانستان نه د انخلا په لړ کې د حکومت د تګلارې دفاع وکړه.
توقع ده چې د دفاع وزیر لویډ اسټن به افغانستان نه د زرګونو په شمېره د افغانانو او امریکايي شهریانو د راوېستلو په لړ کې د امریکايي ځواکونو د کردار ستاینه وکړي. افغانستان نه د خلکو د راوېستلو په مهال د داعش په ځانمرګي حمله کې یوسل او یو کم اوویا افغانان او دیارلس امريکايي عسکر وژل شوي دي.
د سېنېټ کمېټۍ د اورونې نه وړاندې د ريپبلېکن پارټۍ سېنېټر جېمز اېن هوف د دفاع وزیر لویډ اسټن ته په یو خط کې په یو شمېر موضوعاتو د معلوماتو غوښتنه کړي چې پکې د کابل هوايي اډې سره نژدې د داعش حمله، هغه پوځي ساز او سامان چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې پرېښی دی او د ترهګرۍ په ضد د امریکې حکومت د اینده تګلارې په باره کې پوښتنې شوي دي.
د واک من ډېموکرېټک پارټۍ سېنېټرې جین شاهین رویټرز سره مرکه کې وویل په اورونه کې به د انخلا په بهیر کې د رابطه کارۍ د نېشت والي په اړه پوښتنې کولی شي، چې امریکې د هغو افغانانو د راوېستلو دپاره څه تګلاره لرله چې په افغانستان کې یې د امریکې مرسته کړي ده. هغې زیاته کړه چې دا معلومېږي چې ایا دفاعي مامورین به د ټولو پوښتنو ځوابونه ورکړی شي او که نا؟
رویټرز وايي د امریکې د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي او نور مامورین به د فشار لاندې وي چې په اینده کې د ترهګرۍ په ضد عملیات د ډرون جهازونو دلارې د ترسره کولو د صدر بایډن د تګلارې دفاع وکړي.
د ريپبلېکن پارټۍ غړي وايي د ترهګرۍ په ضد دغې تګلارې سره یو شمېر خطرات تړلي دي خو د صدر بایډن حکومت دغه خطرات د نه څرګندولو کوښښونه کوي.