لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: په کانګرس د حملې په لړ کې ۳۰۰ مشکوک یرغلګر پېژندل شوي


په کانګرس د حملې په لړ کې یو تن اېنتوني چېنسلي د اېریزونا ریاست په فېنکس ښار کې نیول شوی دی
په کانګرس د حملې په لړ کې یو تن اېنتوني چېنسلي د اېریزونا ریاست په فېنکس ښار کې نیول شوی دی

امریکايي مامورینو تر اوسه پورې قریباً ۳۰۰ هغه کسان پیژندلي چې د جنورۍ په شپږمه نېټه په سرښار واشنګټن کې د کانګرس په ودانۍ حمله کې په مشکوک توګه ککړ ګنل کېږي. په اړي ګړي کې د یو پولیس افسر په شمول پنځه کسان مړه شوي دي.

د واشنګټن موقتي مشر حکومتي وکیل یا څارنوال مایکل شروېن د جمعې په ورځ وویل تراوسه پورې ۲۷۵ کسان په کانګرس د یرغل په لړ کې د تفتیش دلاندې دي. هغه زیاته کړه د جمعې ورځ د ختمېدو پورې په تفتیش کې د شاملو کسانو تعداد د ۳۰۰ نه زیاتېدلی شي.

په سلګونو حکومتي مامورین چې پکې د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي اېنجټان هم شامل دي په کانګرس د حملې تحقیقات او په حمله کې د ککړو کسانو د پېژندګلو کوښښونه کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د پلټنې په دغه کار کې د دې له امله هم پېچیدګي هم پېدا شوي چې ځینې حمله کوونکي پرېښودل شوي او خپلو ریاستونو ته ستانه شوي دي.

شروېن وویل په ۹۸ کسانو بېلا بېل الزامات لګول شوي دي چې پکې د فساد راپارولو ترڅنګ نور سنګین الزامات هم شامل دي. په دغو الزاماتو کې په قانون نافذ کوونکي افسر حمله او د بغاوت د سازش غوندې تورونه هم دي چې که پرې څوک سزاکېږي نو تر شلو کلونو پورې قید کېدلی شي.

د اېف بي ايي د واشنګټن دفتر اسسټنټ ډرېکټر سټېون دي اټونو وویل د ۱۰۰ نه زیات مشکوک کسان د ملک په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي دي چې د ۴۰ نه زیات پکې اېف بي ايي ګرفتار کړي.

د حملې په وخت په کانګرس کې غونډه شروع وه چې د نومبر د صدارتي انتخاب نتجه په رسمي ډول تاید کړي. د یرغل په نتېجه کې غونډنه وځندېله خو چې بیا وشوه نو د واکمن ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن په صدارتي انتخاب کې په رسمي توګه کامیاب وبلل شو.

نو منتخب صدر جوبایډن او د هغه سره نایب صدر کماله هېرس به د جنورۍ په شلمه نېټه د خپلو چوکیو سوګند پورته کوي.

صدر‌ټرمپ ویلي هغه به د شملې جنورۍ په دغه دستوره کې شرکت نه کوي.

صدر ټرمپ په صدارتي انتخاب کې په پراخه کچه د درغلۍ الزامات پورې کړي خو مامورین وايي چې په ووټونو کې د درغلۍ څه ثبوتونه مخې ته نه دي راغلي.

که څه هم صدر ټرمپ په کانګرس د حملې غندنه کړې او ویلي یې دي چې هغه د تشدد حمایت نه کوي خو د ډېموکرېټک په اکثریت کې د نمایندګانو اېوان د هغه د مواخذې قرارداد په دې الزام منظور کړی چې صدر ټرمپ د پلویانو په کانګرس د یرغل دپاره راپاروولو وو.

د مواخذې په حمایت کې ۲۳۲ د اېوان نمایندګان غړو ووټونه وکړي وو چې ځېني پکې د صدر ټرمپ د ريپېلکن پارټۍ نه هم وو. د مواخذې په مخالفت کې 197 رای وکړی شوي وې.

په واشنګټن کې د نوي صدر د سوګند دستورې په موقع بیا د تشدد راپارېدو ویره څرګندیږي چې له امله یې د ښار کې د رزګونو په تعداد کې امنیتي ځواکونه پرځآی کړی شوي دي.

بلخوا مامورین د هغه دریځ نه په شا شوي چې پکې وېل شوي وو چې یرغلګرو د کانګرس منتخب غړو د نیولو او وژلو نېت و. خو یو حکومتي وکیل وویل تحقیقات لا جاري دي او د حمله کوونکو د چارواکو د قتل د ارادې په اړه کوټلي ثبوتونه لا نېشته.

په کانګرس د حملې په لړ کې یو تن اېنتوني چېنسلي د اېریزونا ریاست په فېنکس ښار کې نیول شوی دی.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د چېنسلي د ګرفتارۍ په اړه عدالت ته وړاندې شویو دستاوېزاتو کې وېل شوي وو د چېنسلي د خپلو خبرو او په کانګرس د حملې په وخت د هغه کردار د دې خبرې تاید کوي چې یرغلګرو د منتخب غړو د نیولو او وژلو نېت و.

خو ای پي وايي یو بل حکومتي وکیل ټاډ اېلېنس د جمعې په ورځ په عدالت کې اورونې په وخت د چارواکو د نیول کېدو او د وژنو په اړه کرښه حذف کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG