لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانگرس مسلمانې غړې الهان عمر د اسرائیل په اړه خبرو اختلافات راپارولي


الهان عمر او رشیده طلایب د ۴٣٥ غړو هاوس اف رېپرېزېنټیویز دوه مسلمانانې مېرمنې غړې دي
الهان عمر او رشیده طلایب د ۴٣٥ غړو هاوس اف رېپرېزېنټیویز دوه مسلمانانې مېرمنې غړې دي

د امریکې د کانگرس مسلمانې غړي الهان عمر د اسرائیل په اړه خبرو نه یوازې په کانگرس بلکې په مطبوعاتو کې تاوده بحثونه او اختلافات راپارولې دي بلکې صدر ډانلډ ټرمپ د هغې د مستعفي کېدو غوښتنه کړې ده.

الهان عمر د حزب اختلاف ډېموکریېټک گوند د کانگرس غړي ده خو د اسرائیل په باره کې د هغې په خبرو د هغې د خپلې پارټۍ غړو هم تنقید کړی دی.

ټاکل شوي وه چې ډېموکریټک گوند به د کانگرس په ایوان نمایندگان یا هاوس اف رېپرېزېنټیویز کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو قرارداد ووټونه اچوي یا رای ورکوي چې د اېټي سمېټزم او د اسلاموفوبیا غندنه وکړي. دغه اصطلاحات د یهودیانو او د مسلمانانو سره د تعصب او د کرکې دپاره استعمالېږي.

ډېموکرېټک پارټي په دې هم متفق نه ښکارېده چې آیا د اسرائیل په اړه د ٣٧ کلنې الهان عمر د خبرو په ډاگه غندنه وکړي او که نا؟

الهان عمر او رشیده طلایب د ۴٣٥ غړو هاوس اف رېپرېزېنټیویز دوه مسلمانانې مېرمنې غړې دي.

صومالي نژاد الهان عمر د نومبر د میاشت د منځنۍ مودې انتخاباتو کې د امریکې د مېنسوټا ریاست څخه منتخب شوې ده.

د اسرائیل په اړه د مېرمن الهان عمر خبرو دا بحث راپارولی دی چې ایا د هغې د بیان ضرورت و هم او که نا؟ او که ایا هغه په دې سبب د تنقید سره مخامخ کړی شوې ده چې مسلمانه ده او مسلمانان په امریکا کې په اقلیت کې دي. دا په دسې مهال چې کانگرس د وړاندې نه د یهودیانو سره د تعصب په مخالفت کې یو بیان منظور کړی شوی دی.

الهان عمر اسرائیل سره د امریکې د ملاتړ په اړه پوښتې راپورته کړې دي دا په داسې حال کې د امریکې دواړه لوې سیاسي گوندونه، ریپبلېکن پارټي او ډېموکریټک پارټي، په یو اواز د اسرائیل کلک ملاتړ کوي. د ډېموکرېټک پارټۍ گڼ شمېر غړو ویلي د الهان عمر خبرې د یهودیانو سره د تعصب نه ډکې وې.

د رېبپلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ نه یوازې د الهان عمر د مستعفي کېدو غوښتنه کړې بلکې د ډېموکرېټک پارټۍ یې په دې خبرې غندنه هم کړې چې په خپله غونډه کې یې د هغه په وینا د یهودیانو سره د تعصب په ضد غوڅ دریځ نه دی اخیستی.

د الهان عمر په خبرو هغه وخت بحثونه پېل شول چې تېره هفته یې وویل په امریکا کې د اسرائیل حمایت کونکي داسې دې لکه چې د کوم بل ملک ملاتړ کوي. یو ټویټ کې هغې د ای اي پي ای نومې کمېټۍ د مالي اثر په اړه هم پوښتنې راپورته کړې.

الهان عمر په خپلو خبرو بخښنه هم غوښتې ده.

گڼ شمېر اسرائیل پلوه تنظیمونو د هاوس اف رېپرېزېنټیټېویز سپېکرې نېنسي پېلوسي نه غوښتې چې الهان عمر دې د ایوان نمایندگان د خارجه چارو کمېټۍ نه لرې کړي.

د نیویارک نه د ډېموکرېټک پارټۍ د کانگرس غړي چې خپله په مذهب یهودي دهو نېټا لوي غوښتنه کړې چې الهان عمر دې په خپلو خبرو بخښنه وغواړي.

الهان عمر انیټا لوي ته په ځواب کې ویلي د جمهوریت بنیاد په خبرو دی او هغې د اسرائیل سره د امریکې تعلق په غلط انداز کې نه دې پېش کړی بلکې په دې اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.

د کانگرس دوو نورو مېرمنو غړو رشیده طلایب، چې فلسطیني نژاد ده، او د نیویارک څخه اوکېسیو کورټېز، د الهان عمر دفاع کړې ده.

رشېده طلایب ویلي لکه چې وړاندې په امریکا کې د شهري حقونو په مشرانو تنقید شوی هم دغه رنگ په الهان عمر کولی شي چې د زیاتی خلاف یې غږ پورته کړې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG