د امریکې پوځ ويلي په شام کې د یو امریکايايي کارکونکي یا کانټرېکټر د وژل کېدو په جواب کې يې د شام په مشرقي علاقه کې په ځینو هدفونو "پرېزېژن" یا کره هوايي حملې کړي دي.
د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان وویل امریکايي کانټرېکټر یا قراردادي د شام په شمال مشرقي علاقه کې د اتحادي ځواکونو په پوځي مرکز کې د زیارت، چهارشنبې، په ورځ د ډرون په حمله کې ووژل شو.
د استخباراتي چارواکو د اندازې ترمخه په حمله کې استعممال شوی ډرون ایراني ساخته و او په یکطرفه سفر و، یعني په هدف د ګولۍ ويشتلو په ځای ورغورځول شوی دی.
د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن په یو بیان کې وویل د ډرون حملې په جواب کې امریکايي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په شام کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو سره د تړلو ډلو په مرکزونو کره حملې وکړې.
اسټن وویل امریکايي ځواکونه به هېڅ ډلې ته بدل نه پرېږدي.
پېنتګان وویل د مبینه ایراني ډرون حمله په الحسکه ښار کې د اتحادي ځواکونو د مرمت په مرکز وشوه.
د یو امریکايي د وژل کېدو ترڅنګ شپږ نور امریکایان زخمي شوي دي، چې پېنځه په کې د مسلح ځواکونو عسکر دي. د دوو زخمیانو علاج په مرکز کې وشو او نور په عراق کې هسپتالونو ته منتقل کړی شوي دی.
د داعش وسله والې ډلې د بیا راپورته کېدو په ضد امریکې د شام کرد ځواکونو د مرستې دپاره قریباً 900 امریکايي عسکر په مشرقي شام کې تعینات کړي دي.
د امریکايي ځواکونو د مشرانو د مشترکه کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي او د امریکې د مرکزي کمانډ مشر چې په منځني ختیځ کې د امریکايي عسکرو مشري کوي، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يې کانګرس ته وویل چې د وسله والو ډلو د مرستې دلارې په منځني ختیځ کې د ایران هلې ځلې بې ثباتي رامنځته کوي.
د سېنت کام د مشر، جنرل اېرېک کورېلا ترمخه، په منځني ختیځ کې ایران دپاره جنګېدونکو ډلو د 2021 راهسې په عراق او شام کې په امریکايي ځواکونو د ډرون او د راکټونو 78 حملې کړي دي.
جنرل کوریلا وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شوي حمله ددغه لړۍ برخه وه.
د وي او ای په رپورټ کې دا نه دي وېل شوي چې ایران په دې اړه څه دریځ لري.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کارله باب د رپورټ نه اخیستل شوي دي