لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي جې: په امریکا کې د نسلي تعصب خلاف د احتجاجونو په مهال د رای په ازادۍ ګڼ شمېر حملې شوي


په منیاپلس ښار کې د سي اېن اېن خبریال د ژوندۍ خپرونې په مهال پولیس ګرفتار او وروسته یې ازاد کړو
په منیاپلس ښار کې د سي اېن اېن خبریال د ژوندۍ خپرونې په مهال پولیس ګرفتار او وروسته یې ازاد کړو

په امریکا کې د نسلي تعصب خلاف د ورستي احتجاجونو په مهال د رای په ازادۍ ګڼ شمېر حملې شوي دي چې پکې د کمېټي ټو پروتېکټ جرنلسټس نومې ادارې ترمخه د خبریالانو ګرفتارۍ، په خبریالانو د ربر د ګولو او د اوښکو ګېس چلیدل، وهل، دړکې او د خبریالانو ساز او سامان د ضبط کېدلو په ډول واقعات شامل دي.

په نیویارک کې مېشته د خبریالانو د تحفظ ادارې کمېټي ټو پروټېکټ، سي پي جې، د شورو، چهارشبنې، په ورځ په یوې خبر پاڼه کې وویل د می د ۲۶ نېټې راهسې په امریکا کې د رای د ازادۍ ۵۰۰ خلاف ورزۍ شوي دي. دغه شمېرې "دي ټرېکر" وېب پاڼې جمع کړي دي چې په خبریالانو د حملو او تشدد په اړه معلومات جمع کوي او د سي پي جې او یوشمېر نور تنظیمونه یې چلوي.

سي پي جی وايي د رای د ازادۍ په خلاف ورزیو کې د خبریالانو ګرفتارۍ، په خبریالانو حملې، په صحافیانو د ربر د ګولو او د مرکچي او د اوښکو ګېس استعمال، دړکې او د خبریالان ساز او سامان نیول کېدل شامل دي. اداره وايي زیاتره حملو د پولیس د واک اختیار مبینه بې ځایه استعمال شامل دی.

سي پي جی وايي په تېره میاشت کې دي ټریکر ۱۲۸ قېصي شایع کړي دي چې پکې په ۴۷ بیانونو کې د خبریالانو د ګرفتارۍ او ۱۲۵ کې په خبریالان جسماني حملې شاملې دي. نور واقعات د تحقیقاتو دلاندې دي.

د سي پي جی په خبر پاڼه کې دا نه دي وېل شوي چې د رای په ازادۍ د مبینه حملو په اړه حکومتي مامورینو څه ویلي خو اداره وايي د امریکې د ایین لومړۍ ماده د رای د ازادۍ ضمانت ورکوي او په ملک کې د مضبوطو مطبوعاتي ادارو موجودګۍ په لحاظ امریکا د ډیر وخت راهسې په دنیا کې د رای د ازادۍ یو مثال ګڼل کېږي. "خو دا وخت خبریالان په دې ملک کې د سختو ګواښونو سره مخامخ دي."

سي پي جی وايي د کال ۲۰۱۷ د جنورۍ د میاشت راهسې دي ټرېکر د رای د ازادۍ د خلاف ورزیو په اړه معلومات جمع کول شروع کړي دي او کال ۲۰۱۷ نه تر د کال ۲۰۱۹ پورې یې ۴۲۹ کېسونه رپورټ کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG