د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د ترکي او هنګري نه غوښتلي چې په د مغربي ملکونو پوځي اتحاد نېټو کې دې د سويډن د شمولیت خواست منظور کړي.
اسټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سويډن هم منصب پال جانسن سره وليدل او په بالټېک سمندر کې يې د سویډن د پوځ مشقونو معاینه وکړه. د دوو لسیزو نه زیات وخت کې سویډن ته دا د امریکې دفاع وزیر لومړۍ دوره ده.
د وي او ای خبریاله کارل بېب چې د اسټن سره په سفر ده، خپل رپورټ کې وايي د سویډن په پوځ کې د امریکې د زیاتېدونکي دلچسپۍ مقصد په نېټو کې د سویډن د شمولیت دپاره د واشنګټن د حمایت اظهار دی.
اسټن وویل خواهش کوي چې د جولای په میاشت کې نېټو د سرمشریزې غونډې نه مخکې سویډن په نېټو کې شامل شي. "نو ځکه مونږ په اتحادیانو، ترکي او هنګري، غږ کوو چې څومره زر ممکنه وي د سویډن شمولیت دې منظور کړي."
د سويډن د دفاع وزیر پال جانسن وویل د نېټو د غړي په حېث به يې ملک نور هم مضبوط شي.
جانسن وویل "په نېټو کې د بلنې وروسته سویډن ځان نور هم محفوظ محسوسوي. زمونږ په فکر مونږ اتحاد ته نوره ژورتیا ورکولی شوو، دفاع يې زیاته ښه او موثره کولی شوو."
سويډن پوځي څمڅي او په بالټېک سمندر کې ګڼ شمېر جزېرې لري چې د روس په شان د مخالفینو د حملو په وخت د نېټو اتحادیانو د دفاع دپاره اهمې اثاثې کېدلی شي.
د بروکنګز انسټېټيوشن څېړونکی مایکل اوهېنلن وايي که په نېټو د حملې صورتحال راپېښېږي نو په بالټېک سمندر کې د بالادستۍ حاصلولو دپاره سویډن مرکزي حېثیت لري.
سویډن او ګاونډي ملک فېن لېنډ چې تېره میاشت په نېټو کې شامل شو، په اوکراین د روس د یرغل وروسته يې په نېټو کې د شاملېدو خواستونه وکړل.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، ترکي او هنګري ځکه په نېټو کې د سویډن مخالفت کوي چې سټاک هوم د انساني حقونو په سر د هنګري په حکومت تنقید کړی او ترکي وايي سويډن د ترکي هغو مخالفینو ته پناه ورکړې چې انقره يې ترهګر بلي.
د نېټو د اصولو دلاندې په اتحاد کې د نوي رکن د شاملېدو دپاره پکار ده چې د اتحاد ټول ۳۰ غړي يې منظوري ورکړي.
ترکي په نېټو کې د فېن لېنډ د شمولیت هم مخالفت کولو خو بیا يې خپل اعتراضات لېرې کړل.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې کارله بېب او د روېټرز خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي