لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې ډیموکرېټک پارټي د خپل امیدوار د غوره کولو لړۍ شروع کوي


ډیموکرېټک پارټي چې څوک هم منتخب کړي، هغه به د نومبر په میاشت کې کېدونکو ووټونو کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره مقابله کوي. صدر ټرمپ د دویمې څلور کلنې دورې دپاره امیدوار دی
ډیموکرېټک پارټي چې څوک هم منتخب کړي، هغه به د نومبر په میاشت کې کېدونکو ووټونو کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره مقابله کوي. صدر ټرمپ د دویمې څلور کلنې دورې دپاره امیدوار دی

ډېموکرېټک گوند به د کال ٢٠٢٠ د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې د خپل امیدوار د غوره کولو دپاره د گوند دننه د ووټونو لړۍ د گل، دوشنبې، په ورځ په ایوا ریاست کې پېل کړي.

دا وخت یوشمېر سیاسي مشران د ډیموکرېټک گوند په ټېکټ په صدارتي انتخاباتو کې د برخه اخیستو خواهشند دي او د تېرو څو میاشتو راهسې د حمایت ترلاسه کولو دپاره خپل خپل کمپېنونه چلوي.

ډیموکرېټک پارټي چې څوک هم منتخب کړي، هغه به د نومبر په میاشت کې کېدونکو ووټونو کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره مقابله کوي. صدر ټرمپ د دویمې څلور کلنې دورې دپاره امیدوار دی.

د ډیموکرېټک پارټۍ دننه د صدارتي انتخاب د ټېکټ دپاره د گوند دننه د دوو امیدوارانو ترمنځ مقابله سخته گڼل کېږي یو برني سېنډرز دی، چې په موجوده وخت کې په ازاد حیثیت کې د سېنټ غړی دی، په نظریه سوشلسټ گڼل کېږي او په اکثرو موضوعاتو د ډیموکرېټک گوند حمایت کوي.

د ډیموکرېټک گوند د ټېکټ بل امیدوار جو بایډن دی، چې د ډیموکرېټک گوند براک اوباما په صدارت کې د هغه نایب صدر و.

د برني سېنډرز نه علاوه مېرمن الېزبت وارن، پیټ بوټیجج او سېنټر اېمي کلوباکر د ډیموکرېټک د نامزدگۍ نو امیدواران دي.

د وي او ای ډیوه خبریالا پير زبیر شاه د ایوا مرکز ډي موېنز ته تللی دی او د کاکس په اړه به تازه خبرونه وړاندې کوي. هغه وویل د کاکسونو بهیر به ماښام شروع کېږي او د شپې ١٠ یا ١١ بجو پورې به نتیجې مخې ته راشي چې ریاست کې ډیموکرېټک پاټۍ د صدارتي امیدوار دپاره څوک منتخب کړو.

ایوا یو کليوال، زرعي ریاست دی او د امریکې د مجموعي ابادۍ یوازې یو فیصد برخه خلک چې زیارته سپین پوستکي دي، پکې اباد دي چې په امریکا کې د بدل شوي نسلي بدلونون عکاسي نه کوي.

د گل، دوشنبې، په ماښام به په ایوا ریاست کې د ډیموکرېټک پارټۍ غړي یوځای کیږي او د ووټونو دلارې به په صدارتي انتخاباتو کې د گوند د امیدوار انتخاب کوي. دغه ډول غونډې د کاکس په نامه یادېږي.

په کاکس کې د گوند غړي د لاسونو پورته کولو په زریعه د امیدوارانو سره د خپل حمایت څرگندونه کوي او د گوند پلویان په سکولونو، د ښار په تالارونو او په کورونو کې غونډېږي.

یو امېدوار چې د ١٥ فیصد پلویانو حمایت ترلاسه کړي نو هغه مناسب امیدوار گڼل کېږي. کوم امیدوار چې د ١٥ فیصد نه کمې رای واخلي نو د هغه پلویانو ته وویل شي چې حمایت دې په دویمه درجه امیدوار سره وکړي او دا رنگ د ټول ریاست نه رای یا ووټونه راغونډ کړی شي او بیا یو امیدوار حتمی انتخاب یا بریا اعلان کړی شي.

  • 16x9 Image

    پير زبېر شاه

    پیر زبېر شاه په واشنګټن ډي سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډیا خبریال او څېړونکي په توګه کار کوي، نوموړی د افغانستان او پاکستان خصوصاً د پښتونخوا د قبایلي سیمو په اړه ځانګړي پروګرامونه، تبصرې او تجزیې کوي، له دې سره سره د وي او اې ډیوه پر ډیجیټل پاڼو هم کار کوي. پیر زبېر شاه تر دې وړاندې په پاکستان کې له مختلفو نړیوالو ورځپاڼو لکه «نیویارک ټایمز»، «نیوز ډې نیویارک» او نورو سره هم کار کړی او له 2011م تر 2012م کال پورې د هاورډ پوهنتون د «نیمېن» فېلوشپ زده کوونکی وو او په 13-2012م کې د نیویارک د بهرنیو اړیکو په څېړنیزه اداره سي ایف آر کې پریس فېلو وو. پیر زبېرشاه د خبریالۍ تر ټولو غټ پولیټزر ایوارډ هم ګټلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG