لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر براک اوباما انتخاباتو کې په کامیابۍ ډانلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه


صدر براک اوباما او نایب صدر جو بایډن
صدر براک اوباما او نایب صدر جو بایډن

د امریکې صدر براک اوباما د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې په کامیابۍ ډانلډ ټرمپ ته مبارکي او وایټ هاوس ته د راتگ بلنه ورکړه.

د شورو، چارشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته په مختصر وینا کې، براک اوباما وویل ډانلډ ټرمپ سره يي په ټیلي فون خبرې کړې دي، هغه يي مبارکي او وایټ هاوس ته د راتگ بلنه ورکړه.

براک اوباما وویل خپل عملې ته يي هدایات جاري کړې دي چې د اقتدار انتقال په کامیاب ډول سر ته ورسول ‍شي.

هغه زیاته کړه چې دا څه د راز خبره نه ده چې د هغه او د نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ ترمنځ انتهايي ډیر اختلافات موجود دي. خو هغه زیاته کړه دا خبره یاد ساتل پکار دي چې اته کاله وړاندې د هغه او د پخواني صدر جارج بش ترمنځ هم اختلافات موجود وو خو بیا هم د اقتدار انتقال په کامیابه ډول سر ته رسول شوی و.

د ډیموکریټک پارټۍ سره تعلق لرونکی براک اوباما د امریکا ۴۴ صدر دی. هغه د امریکې د تاریخ وړمبی افریقايي امریکنی صدر دی.

ډانلډ ټرمپ به د امریکې ۴٥ م صدر وي.

براک اوباما په انتخابي مهم کې ډانلډ ټرمپ حریفې میرمن کلنټن دپاره ووټونه غوښتې وو او په خپله وینا کې به يي ویل ډانلډ ټرمپ د امریکې د صدر جوړیدو صلاحیت نه لري.

ډانلډ ټرمپ هم په صدر براک اوباما سخت ټکونه کول. ښاغلي ټرمپ ویلي د هغه په وړمبو ترجیحاتو کې د صحت د بیمې په اړه د صدر براک اوباما قانون ختمول یا په دې کې بدلون شامل دی.

براک اوباما د میرمن کلنټن او د هغې د همکارانو هم ستاینه وکړه.

په وایټ هاوس کې د براک اوباما د وینا نه وړاندې هیلري کلنټن هم خپل کامیاب حریف ډانلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه او وې ویل ښاغلي ټرمپ ته يي د هیواد په خاطر د همکارۍ وړاندیز ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG