لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي وايي د سږ کال د نومبرپه میاشت کې د صدارتي انتخاب نه وړاندې امنیت ته ترجیح ورکوي


څیړونکو وي او ای ته ویلي راتلونکي انتخابات به په ښه شان ترسره شي
څیړونکو وي او ای ته ویلي راتلونکي انتخابات به په ښه شان ترسره شي

په امريکا کې د انتخاباتو چارواکي وايي یقین لري چې په نومبر کې کېدونکی صدارتي انتخاب به د امنيتي خطرو نه پاک وساتل شي.

تېره مياشت د امريکا لوړ پوړو چارواکو کانګرس ته ويلي وو چې د سختو حفاظتي ګامونو او د مرکز، رياست او ځايي چارواکو همکاري د زیاتېدو لکبله به د سږ کال صدارتي انتخاب بې پلوه او په امنيت کې سره ترسره شي.

جېن ايسټرلي د انټرنټ او انفراسټرکچر د تحفظ ډاېرکټره ده، وي او ای ته يې ويلي "د انټر نټ او ښکاره خطرو د مخنيوي سره سره د انتخابي عمل په ښه شان ترسره کولو او د بهر ملکونو د اثراتو نه د ساتلو د پاره کوټلي ګامونه اخيستل شوي دي. يوه خبره د پام وړ ده چې زمونږه انتخابي اډانه د يو مرکز نه نه قابو کېږي بلکه د رياستونو ۸۸۰۰ بېلابېل قانوني حلقې د دې څآرنه کوي چې پکې د ټګۍ امکانات زيات دي."

د ورجينيا په الېګزېنډريا ښار کې سکېنرې د انټرنټ سره نه دي لګول شوي ‌چې ورسره انتخابي عمل د انټرنټي بريدونو نه ډېر خوندي شوی دی.

د الېګزنډريا انتخابي ډاېرکټره اېنجي ټرنروايي" مونږه هر ځل د انتخاباتو نه وړاندې د سکېنرو پوره ازماينه کوو چې د دې کره کار باوري کړو."

پرايمري او صدراتي انتخابات په ښه شان ترسره کولو د پاره الېګزنډريا ښار ۵۰۰ انتخابي افسرانو له تربيت ورکوي، دوي په دې پوهول کېږي چې راېې اچولو د پاره څه پکار وي او دا چې سکېنرې به څنګه چلوي او د نتيجو تصديق به متعلقه حلقو ته څنګه ورکوي.

انتخابي افسره جولي پوډولسکي " څومره خلک انتخاباتو له راغلي،تاسو څومره پېژنئ، بېلټ پېپرز د مشينانو نه تېر شوي دي که نه؟ دا کار ټوله ورځ روان وي او په بېلا بېل خلک يې کوي، د هر چا کار پکې بدليږي چې داسې يو پوره ټيم په يوځاېې نه وي چې ګنې په شريکه به يو غېر قانوني کار وکړي."

د وېشل شوي سياسي ماحول او په انتخاباتو کې د ممکنه خطرو د مخنيوي د پاره انتخابي افسر مارک ډاېر او نور ضروري تربيت اخلي.

انتخابي افسر مارک ډاېر وايي " ډېر کم کوز به داسې کېږي چې داسې څوک به راشي چې ورځ به يې خرابه تېره شوې وي او په جنګ به شي، ګنې اکثره دا يوه خونده وره تجربه وي."

څیړونکو وي او ای ته ویلي راتلونکي انتخابات به په ښه شان ترسره شي.

اېنټن ډاهبوراد جان هاپکنز انفارمېشن انسټيټوټ څېړونکی دی، وايي "زمونږه انتخابي نظام د سختې څآرنې لاندې دی او مخالفين به يقينا داسې نه غواړي، هغوي د آسان هدف په لټون کې دي چې د چا ورته پام نه وي، نو ځکه زما دا خيال دی چې د ۲۰۲۴م په انتخاباتو کې به داسې د امنيت کومه ستونزه نه وي."

د انتخاباتو فعالين وايي‌ يوه بله خطره هم شته چې رای ورکونکې دې پرې ځآن خبر کړي.

سوسانه ګډمېن د انتخابي امنيت مشره، وايي " اکثر زمونږه د انتخابي نظام په اړه د دروغو افواګانې خوريږي‌ چې زمونږه په جمهوري نظام بې باوري پېدا کړي، زما په خيال دغه يوه لويه د اندېښنې وړ خبره ده."

امريکايی راېې ورکونکو ته ډاډګېرنه ورکړی شوي چې د انتخاباتو په ورځ‌ بېدار وسي او پخپله رضا دې د انتخاباتو څآرنه هم کوي‌او که د انتخابي عمل په اړه څه شک شوبه لري‌ نو چارواکو نه دې پوښتنه کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG