لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په اړه د ډیموکریټک ګوند صدارتي کاندیدان څه وايي؟


debate
debate

جهانګیر خټک

امریکا کې د کال ۲۰۲۰م صدارتی ټاکنو په اړه سیاسي هلې ځلې تندې شوي او د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د دوېم ځل لپاره د یو کاندید په هیڅ په مېدان کې د ریپبلکنز ګوند لخوا موجود دی.

راروان کال (۲۰۲۰) د نومبر په میاشت کې کیدونکي انتخاباتو کې د صدر ټرمپ په مقابله کې د مخالفه ډیموکریټک ګوند دننه د لومړي یا پراېمريز په نامه کیدونکي ټاکنو تیارۍ هم پېل شوي. او د امریکا په بیلا بیلو ایالتونو کې به د فرورۍ په میاشت کې ووټران رايې ورکوي. د دغې پروسې پېل به د ایووا ایالت نه کیږي.

امریکا کی د ټاکنو فیصله په عمومی توګه په نظریاتي اساس او د کاندیدانو انتخابی پروګرام او ژمنو په بنیاد کیږي. خو د پاکستان او‌نورو‌ هیوادونو د سیاست او‌سیاسي اقدارو برعکس‌ یو کاندید د خپلو انتخابي نعرو یا شعارونو د سیاست پر ځاې ووټران د دليل د لارې قانع کولو کوښښ کوي چې د دوي دغه ژمنې نه یواځې عملي کیدونکي دي، په نتیجه کې به د امریکایانو ژوند هم ښه شي.

قامی سلامتیا او خارجه پالیسي د امریکايي ټاکنو فیصلو کې یو مهم خو ورکوټی کردار لري. افغانستان کی روان جنګ، کوم چې دا وخت د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږد جنګ هم دی، او په تیرو څلورو صدارتي ټاکنو کې تل د بحث لاندې راغلی.

هم دغه علت دی چې د کال ۲۰۲۰م ټاکنې د تیرو څلورو صدارتي ټاکنو نه جدا نه دي او کاندیدان د دغه جنګ ختمولو او افغانستان د ترهګرو نه خوندي کولو لپاره خپل سوچ او تګلاره لري.

امریکا او طالبانو تر مینځ د سولی خبروبیا پیل کیدو خبرونه د صدر ټرمپ ۲۸نومبر د افغانستان غیر اعلانیه سفر نه پس یو ځل بیا تاوده شوي. په دې لړ کی طالبانو هم د امریکايي چارواکو سره د ملاقاتونو پخلی کړی.

د ډیموکریټک ګوند کاندیدانو تر مینځ تر اوسه کیدونکې پنځو صدارتی مباحثو کې نژدې په هره مباحثه کې په افغان جګړې او د امریکا په پالیسۍ بحث شوی. یوه دلچسپه خبره دا هم ده چې د افغانستان په اړه د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ او د ډیموکریټک ګوند سره تعلق لرونکی د هغه د مخالفینو په سوچ و فکر کی اختلاف نه زیات اتفاق دی.

تر دې دمه شو مباحثو کې د ډیموکریټک ګوند صدارتي کاندیدان د افغانستان نه د امریکايي پوځیانو د ویستلو په حق کې دي او دا خبره یقیني کول غواړي چې افغانستان په راتلونکې کې د نړیوالو ترهګرو ډلو خوندي ځاې جوړ نه شي. سره د دې دغه کاندیدان د افغانانو تر منځه د افغانانو په مشرې کې د سولې د خبرو اترو مرسته هم کوي. چې افغانستان کې د اولس په خوښه یو مضبوط جمهوري نظام جوړ شي.

خو د دغه احدافو ترلاسه کولو لپاره هر یو کاندید بیا بیلا بېلې تګلارې لري. که څه هم دغه تګلارې په عمومي توګه د یو بل نه بېلې دي خو حدف يې د افغانستان نه د امریکايي پوځ راویستل او په دغه هیواد کې استحکام راوستل دي.

د ډیموکریټک ګوند د صدراتي کاندیدانو تګلارې څه دي او راروانو میاشتو کې د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي څه کیدلی شي؟ د صدر ټرمپ مخالفه ډیموکریټک ګوند څلور مهم کاندیدانو تر دې دمه د افغانستان په اړه د امریکايي مطبوعاتو او په صدراتي مباحثو کې خپل نظر څه داسې شریک کړی.

جوباېډن

د امریکا پخواني مرستیال یا نېب صدر لپاره د افغانستان شخړه نوې نه ده. نوموړي د افغانستان په اړه د امریکا پالیسۍ جوړولو کې د پخواني صدر باراک اوبامه په حکومت کی مهم کردار ترسره کړی.

جو باېډن د باراک اوباما اته کاله حکومت کې څو وارې د افغانستان او پاکستان سفرونه کړي او د دواړه هیوادونو د مهمو کسانو سره شخصي اړېکې لري. د نوموړي د انتخابي پروګرام ترمخه امریکا ته نور په افغانستان کې د پوځ یا عسکرو ساتلو ضرورت نشته.

په خپل انتخابي کمپاېن او جلسو کې جو باېډن د رايې ورکونکو سره ژمنه کوي چې د افغانستان نه به په مکمله توګه امریکايي پوځ راوباسي خو، د دغه سیمې نه به امریکايي پوځي طاقت په مکمله توګه نه ختموي. د دغې برعکس جو باېډن پاکستان کی د امریکايي پوځ ځېني برخه ساتل غواړي کوم چې به افغانستان کی د ترهګرو پرضد عملیات جاري ساتي.

د ستمبرپه میاشت کې شوې یوې صدارتي مباحثه کې جو باېډن ویلي وو:٫٫ مونږ د افغانستان نه په امریکا د ترهګرو بریدونو مخنیوی کولی شو که مونږ په پاکستان د پوځی اډو لپاره فشار واچوو. زمونږ پوځ دغه پوځي ادې افغانستان کی د ترهګرو پرضد عملیاتو لپاره کارولی شي.٬٬

برني سېنډرز

د امریکا شمال ختیځ ایالت ورمانټ سره تعلق لرونکی د امریکايي سېنټغړی برني سېنډرز فکر او تګلاره هم د امریکا موجوده صدر ډانلډ ټرمپ نه څه جلا نه ده. د صدر ټرمپ په شان برني سېنډرز هم د افغانستان نه د امریکايي پوځ د راویستلو په حق کې دی. خو د جو باېډن په شان برني سېنډزر په افغانستان کې دننه او یا په دغه سیمه کې د امریکې پوځ ساتل نه غواړي.

خو د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د ویستلو وروسته د ترهګرۍ پرضد د امریکا پوځي عملیاتو په اړه سېنټر سېنډرز ښکاره پالیسي نه ده په ډاګه کړې.

ښاغلي برني سېنډرز سږ کال یوې امریکايي مجلې ته په خپله مرکه کې د افغانستان په اړه ویلي وو: ” مونږ د افغانستان نه د یوې مربوطې منصوبې او یوې سنجیده سفارتي او سیاسي حکمت عملۍ لاندې، چې پکې اړتیا لرونکې بشري مرستې هم خلکو ته ورسول شي، د افغانستان نه د وتلو وخت راغلی.٬٬

د نوموړي په فکر د افغانستان نه د امریکايي پوځ د ویستلو مطلب کله هم دا نه دی چې امریکا دې د دغه هیواد سره خپل ټولې اړیکې ختمې کړي. په خپله دغه مرکه کې برني سېنډرز په ډاګه کړې: ” زما حکومت به د سیمه ایزو هیوادونو سره خپلې سیاسي اړیکې ساتي او داسې هڅې به کوي چې د دغه سیمه ایزو هیوادونو اقتصاد ښه کړي، حکومتونه دومره مظبوط کړي چې دوي پخپله د خپل اولس ذمه واري اوچته کړي.٬٬

Elizabeth Warren
Elizabeth Warren

اېلزبت وارن

د امریکا ماسیچیوسټس ایالت سره تعلق لرونکې د امریکا د سېنټ یوه بله غړې اېلزبت وارن هم د افغانستان په اړه څه جلا پلان نه لري. سږ کال د امریکا پیژندلې څیړنیزې ادارې یا تهنک ټینک کونسل ان فارن ریلېشنز سره په یوه مرکه کې سېنټر وارن ویلي وو چې :” مونږ په افغانستان کې په یو داسې حال کې یو چې هلته د پوځي بریالیتوب تمه ساتل د افغان اولس او امریکايي پوځ سره زیاتی دی، کله چې مونږ یو سیاسي حل ته اړتیا لرو.٬٬

د مېرمن وارن په ونیا افغانستان کی پوځي عملیات ودرولو مطلب دا نه دی چې امریکا به افغانستان پریږدي. د اېلزبت وارن په وینا د امریکا روانه د نه ختمیدونکي جنګي پالیسۍ پر ځاې که مونږ د روان جنګ مصرف وړه برخه د افغانستان په اقتصادي ودې، تعلیم او انفراسټرکچر یا اډاڼې باندې مصرف کړو نو دا به د افغانستان د راتلونکې لپاره یوه ګټه وره او دوامداره سرمایه کاري یا پانګونه وي.

مېرمن وارن غواړي چې امریکا د افغانستان ګاونډي هیوادونو په مرسته د افغان دولت او طالبانو تر منځ د یو داسې سیاسي جوړجاړي لپاره لاره غوره کړي چې کومه په افغانستان کې د سولې او د امریکا سیمه ایزې ګټې خوندي کړي. اېلزبت وارن غواړي چې امریکا دې د افغانستان حکومت او افغان اولس د قانون حاکمیت، اداري فساد پرضد مبارزه، د منشیاتو تجارت او د افغانانو بشری حقونه خوندي کولو کې مرسته وکړي.

په ستمبر کې شوې صدارتي مباحثه کې اېلزبت وارن امریکايي رايې ورکونکو یا وټرانو ته باور ورکړی وو چې افغانستان او د نړۍ نورو هیوادونو کی د ترهګرۍ مخنیوی د امریکا لخوا په اقتصاد او عمومي ترقۍ کې د سرمایه کارۍ په لار کیدلی شي.

پیټ بوټیجیاج

د امریکا انډیانا ایالت ساوته بینډ ښار ښاروال یا مېیر پیټ بوټیجیاج په افغانستان کې د امریکا سمندري پوځ د یو افسر په هیڅ وخت هم تیر کړی او په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د امن، ترهګرۍ پرضد عملیاتو او په سیمه کې د امریکا وږدمهاله مفاداتو خوندي کولو لپاره یوه مفصله تګلاره لري.

د ډیموکریټک ګوند د نورو کاندیدانو په رنګ پیټ بوټیجیاج هم د افغانستان نه د امریکا پوځ ویستل غواړي. خو نوموړی په مکمله توګه د پوځ د ویستلو په حق کې نه دی او په کم شمیر کې امریکايي سرتیري یا استخباراتي وساېل ساتل غواړي چې هلته د ترهګرۍ پرضد جګړې ته دوام ورکوي.

پیټ بوټیجیاج سږ کال په یوه خبري مرکه کې د وینا په وخت ویلي وو چې افغانستان کې د امریکا حدف تل دا وو چې دغه هیواد بیرته د نړیوالو ترهګرو خوندي ځاې جوړ نه شي. نوموړی د بین الافغاني خبرو اترو په حق کې دی او غواړي چې افغان حکومت او طالبانوتر منځه د سولې تړون وشي.

خو نوموړي وسله وال طالبان یواځې په دې شرط د افغان حکومت برخه جوړول غواړي که چرې طالبان وسله وغورځوي او ګډ اقتدار وومني. خو د دغې وروسته هغه د امریکا لخوا د ترهګرو په اړه حساس معلومات د افغان حکومت سره د شریکولو په حق کې نه دی.

بوټیجیاج ویلي که هغه صدارتي ټاکنی ګټي او که باېلي په خپل اخیري عمر کې به افغانستان ته د یو سیلګر په حیث خامخا سفر کوي: ”افغانستان ډیر زیات ښاېسته هیواد دی او خلک يې هم ډیر ښه دي. نو ځکه په افغانستان کې د امن لپاره ګامونه پورته د ټولو لپاره ګټه ور دي.٬٬

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG