لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليبيا کې دامريکا سفير سټيونز وژل شوى


 په بن غازي کې دهائي سيکورټي کميشن مشر فوزي وانس پخلى کړى دى چې په کوم وخت په قونصليټ بريد کيدو نو په کې دننه سټيونز موجود ؤ
په بن غازي کې دهائي سيکورټي کميشن مشر فوزي وانس پخلى کړى دى چې په کوم وخت په قونصليټ بريد کيدو نو په کې دننه سټيونز موجود ؤ
دامريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلريکلنټن د نهې په ورځ پخلى کړى دى چې دليبيا په بن غازي ښار کې په امريکائي قونصليټ ترسره شوي يو بريد کې دخارجه محکمې يو چارواکى وژل شو ى دى.
دکورنو چارو وزارت دشورو په ورځ وئيلي دي ليبيا کې دامريکا سفير جى کرسټوفر سټيونز او درې نور چارواکي په ختيز ښار بن غازي کې په امريکائي قونصليټ ترسره شوي يو بمي بريد کې وژل شوي دي.
مرستيال داخله وزير وانس الشريف وئيلي دي سفير دنورودريوؤ چارواکو سره وژل شوى دى.
دسټيونز دوژل کيدو دخبر پخلى مرستيال وزير مصطفي هم کړى دى.
دامريکا خارجه وزيرې هيلري کلنټن په يو بيان کې وئيلي دي چې مونږ په دې زيان زړۀ ماتي شوي وؤ او زياته کړې يې ده چې په ليبيا دمصر په پايتخت قاهره کې ددوؤ بريدونو وروستو امريکا دټولو هيوادونو سره دخپلو مشنونو دخونديتوب لپاره کار کوي.
په دغه بيان کې دامريکا خارجه وزيرې دا هم وئيلي دي چې زمونږ دعاگانې او نيکې هيلې دسټيونز او هاغو کسانو دکورنو سره دي چې ددې بريد ښکار شوي دي.
په بن غازي کې دغه بريد په داسې حال کې رامينځته شوى چې دمصر په پايتخت قاهره کې په امريکا ديوولسم ستمبر دبريدونو ديوولسمې کليزې په موقع مظاهرينو په امريکائي سفارت خانه بريد کړى او دامريکا بيرغ يې راکوز کړى.
په بن غازي کې دهائي سيکورټي کميشن مشر فوزي وانس پخلى کړى دى چې په کوم وخت په قونصليټ بريد کيدو نو په کې دننه سټيونز موجود ؤ.
دغه مظاهرې ديو اسرائيلي امريکائي لخوا دجوړ کړل شوي اسلام ضد فلم په خلاف ترسره شوي دي.
عيني شاهدان وائي بريدکوونکى لمړى امريکائي بيرغ سوځولى بيا يې قونصليټ لوټلى او وروستو يې ورته په امريکا ديوولسم ستمبر دبريدونو ديوولسمې کليزې دنمانځنې په مهال اور ورته کړو.
دبن غازي يو اوسيدونکى وائي په لسگونو مظاهرينو په قونصليټ بريد کړى او اور يې ورته اچولى.
دليبيا جنرل نيشنل کانگريس په يو بيان کې په بن غازي کې په امريکائي قونصليټ دترسره شوي بريدغندنه کړې او په دې يې دغصې څرگندونه کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG