لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سویلي کوریا کې یو شمیر مظاهرچیانو د امریکايي سفیر کور ته ورننوتلو هڅه کړې


د سویلي کوریا په سرښار سوېیل کې د جمعې په ورځ نژدې ۲۰ مظاهرچیانو د امریکايي سفیر کور ته د ورننوتلو د کوښښ وروسته امریکايي چارواکو په دغه سیمه کې د سختو حفاظتي اقداماتو غږ کړی.

د خالي یا شنبې په ورځ خپره شوې یوه ویډیو کې ښودل شوي چې د ځوانانو یوې ډلې د اندرپایو په لار د امریکايي سفیر هېري هیرس کور ته وراوختي. د امریکايي سفیر کور د سرښار په مرکزي سیمه کې دی.

د امریکا سفارت لخوا د خالي یا شنبې په ورځ خپور شوي یو بیان تر مخه په دیوال د ورختلو وروسته دغه مظاهرچیانو په زوره د امریکايي سفیر کور ته د ورننوتلو هڅه کوله چې د ښار پولیسو يې مخه ونیوله.

په مظاهرچیانو کې ځینو داسې شعارونه پورته کړي وو چې پکې د امریکايي سفیر پرضد نعرې لیکل شوې وې او د هغه نه د کوریا پرېښودو غوښتنه شوې وه. په ځیني نورو شعارونو کې په سویلي کوریا کې د امریکايي عسکرو موجودیت ته قابض عسکر وېل شوي.

په سویلي کوریا کې که څه هم نظر پوښتنې ښايي چې د جنوبي کوریا ګڼ خلک د واشنګټن او سوېل ملګرتیا مرسته کوي، خو په دغه هیواد کې د امریکا پرضد خلک هم وجود لري.

په کال ۲۰۱۵م کې یو چړه په لاس کوریايي تن چې د کوریايي قامپرستۍ تاریخ يې درلود، د هغه وخت د امریکا سفیر مارک لیپرټ باندې برید کړی وو. په دغه برید کې په امریکايي سفیر په لاس او مخ د چړې ګوزارونه لږیدلي وو.

د راېټرز خبري ادارې د یو رپورټ تر مخه روان کال د جنورۍ په میاشت کې هم ځیني زده کونکو امریکايي سفارت خانې ته د ورننوتلو کوښښ کړی وو خو وروسته بیا د پولیسو لخوا نیول شوي وو.

د سویلي کوریا خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي په بهرني سفارتخانو بریدونه د منلو وړ نه دي او زیاتوي په راتلونکي کې د دغه شان بریدونو د مخه نیولو لپاره به کوټلي ګامونه پورته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG