په افغانستان کې د انساني او د ښځو د حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیري په افغانستان کې د جینکو په تعلیم د دوامداره "ظالمانه" بندیزونو غندنه کړې او ویلي يې دي چې نه مذهب او نه هم افغان ثقافت د طالبانو د دغه ګام څه جواز لري.
په ټوېټر خپل پېغام کې مېرمن امیري وویل د جینکو په تعلیم "ظالمانه او تباه کن" بندیز دوامداره ساتلي هېڅ جواز نه لري.
امریکايي استازي وویل د جینکو په تعلیم "مایوس کن بندیزونه د افغان جینکو خوبونه او صلاحیتونه چقوي او افغانستان د نور غربت او نامیدۍ په لوري بیايي."
یو کال مخکې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د جینکو د شپږمې درجې نه پورته په تعلیم پابندي لګولې ده.
د ملک دننه او په نړیواله کچه د طالبانو د دغه ګام غندنه شوي ده.
مېرمن امیري د خپل ټوېټر پېغام سره د افغانستان د طلوع ټېلې وژن د خبر ټويټ هم شریک کړی چې وايي په پکتیا ولایت کې جینکو په خپل تعلیم د طالبانو د بندیز په ضد احتجاج کړی دی.
په پکتیا کې د جینکو د لاریون په اړه د وي او ای اشنا څانګه وايي د راپورنو له مخې څو ورځې مخکې په دغه ولایت کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته څو ښوونځي خلاص شوي و، خو تېره شنبه یې د بیرته تړل کېدو خبر ورکړل شو.
وي او ای اشنا څانګه وايي پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو خلاصولو باندې ټینګار کړی دی.
ښاغلي کرزي زیاته کړې چې په پکتیا کې د تعلیم په اړه د نجونو غږ د ټول افغانستان د ملت غږ دی،نوموړي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې دنجونو ښوونځي بیرته خلاص کړي.
د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو لامل یو ځل بیا کلتوري ستونزې یادوي.
ښاغلي منیر د اتوار یکشنبې په ورځ روزګان ولایت کې خبریالانو ته وویل چې د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي په اوسنیو شرایط کې نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.
د وي او اشنا څانګه زیاتوي، تېره میاشت هم د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر په خوست کې خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځيو له پرانیستلو سره هیڅ مخالفت نلري : "د لیري پرتو سیمو اوسېدونکو د نجونو له تعلیم سره مخالفت نلري، بلکې له کورونو څخه د نجونو له وتلو سره حساسیت لري، د افغانانو کلتور په دې برخه کې ډير حساس دی."
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای اشنا څانګې نه اخیستل شوي دي