لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تامس وېسټ: افغانان د هزاره ټولنې په هدف کېدو او په مطبوعاتو قدغنونو اندېښمن کړي


امریکايي استازي وویل د تېرو څو ورځو راهسې په انقره، ترکي، کې دی او د ګڼ شمېر افغانانو سره يې ملاقاتونه کړي دي چې پکې ډاکټران، د پخواني حکومت وزیران، د دفاعي څانګې پخواني کارمندان او سیاسي مشران شامل دي
امریکايي استازي وویل د تېرو څو ورځو راهسې په انقره، ترکي، کې دی او د ګڼ شمېر افغانانو سره يې ملاقاتونه کړي دي چې پکې ډاکټران، د پخواني حکومت وزیران، د دفاعي څانګې پخواني کارمندان او سیاسي مشران شامل دي

د افغانستان دپاره د امريکې خصوصي استازي تامس وېسټ ویلي په افغانستان کې په هزاره ټولنې حملو او په خبریالانو او په مطبوعاتو قدغنونو افغانان اندېښمن کړي دي او افغانان غواړي چې د ملک د اینده په اړه په قامي کچه خبرې اترې وشي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر د پېغامونو په یوه لړۍ کې ښاغلي وېسټ وویل چې د افغانستان نه بهر او په افغانستان کې دننه افغانانو غږ کوي چې منظم شي او په یو اواز د خپلو ټولنو او د طالبانو سره د خپلو بچو او د خپلو کورنیو د روښانه مستقبل دپاره خبرې وکړي.

امریکايي استازي وویل د تېرو څو ورځو راهسې په انقره، ترکي، کې دی او د ګڼ شمېر افغانانو سره يې ملاقاتونه کړي دي چې پکې ډاکټران، د پخواني حکومت وزیران، د دفاعي څانګې پخواني کارمندان او سیاسي مشران شامل دي.

هغه زیاته کړه چې ټول افغانان د هزاره ټولنې په هدف کېدو، دهزاره جینکو په وژل کېدو او په مطبوعاتو قدغنونو یو شان تشویش لري.

دا میاشت د کابل په دشت برچي کې په یو تعلیمي مرکز ځانمرګي حمله کې د پنځوس نه زیات کسان وژل شي چې زیاتره د هزاره ټولنې جینکۍ زدکونکي وې.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په کابل کې د هزاره ټولنې خلاف د ځینو حملو ذمه واري داعش خراسان ډلې منلې.

تامس وېسټ په انقره کې د مېشت افغانانو سره د ملاقاتونو خبره په داسې حال کې کړې چې د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن د دوو چارواکو له قوله ویلي چې په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري په امریکايي ډرون حمله کې د وژل کېدو نه پس امریکايي او طالب چارواکو په لومړي ځل په قطر کې نېغ خبرې اترې کړي دي.

سي اېن اېن وویل په ليدنه کې د امریکا د [سي ايي اې] او مرستيال ډايريکټر او د افغانستان دپاره د امریکې د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي او د طالبانو په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق واثق شامل وو.

په دوحه کې د امريکايي لوړ پوړو چارواکو د ليدنې په اړه امریکا او د طالبانو حکومت تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

سي اېن اېن په خپل رپورټ کې ویلي، په دوحه کې د امریکا د سي ايي اې ډپټي ډايريکټر ډېوډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو د مشر په ليدنه کې به د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې ټينګار شوی وي.

تيره میاشت سپينې ماڼۍ ويلي وو چې د طالبانو سره د ترهګرۍ ضد هلو ځلو په لړ کې په مرسته کار دوام لري.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG