لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د کېنېډا، مېکسیکو او اروپايي هیوادونو په فولادو،تانبې اضافي ټېکسونه لږولي


امریکې فېصله کړې د خپل قامي صلامتیا په خاطر به د کېنیډا، مېکسیکو او یورپي هیوادونو نه د راتلونکي فولادو او تانبې په وارداتو اضافي مالیه اخلي.

د دې فیصلې ترمخه به امریکا په فولادو ٢٥٪ او تانبې په وارداتو ١٠٪ اضافي مالیه اخلي، د دغې فیصلې دلاسه د امریکا او د نړۍ نور هېوادونو ترمنځ سوداگریځ تاوتریخوالې زیات شوی.

د امریکا د صنعت او تجارت وزیر ولبر راس ویلي دوي په سویلي کوریا، ارجنټینا، اسټرېلیا او برازیل د مالیې لگولو پرځایې د دوي په وارداتو د حجم محدودیت پرځایې کړېدې.

د امریکا لخواه د اضافي مالیې په فیصله د دوي تجارتي ملگرو چټک او سخت غبرگون ښودلې. د چین خارجه وزارت وايي چې ټول هیوادونه باید د عادي تجارت تگلاره خپله کړي.

د کېنیډا وزیراعظم جسټن ټروډو د امریکا لخواه دا فیصله "د نه منلو " بللې او زیاتوي د دې بدل به اخلي. د کېنیډا مشر ته په ځواب کښې د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ ویلي "هاغه ورځې تللې دي چې نړۍ به د سوداگرۍ په معاملو د امریکا نه گټې پورته کولې".

د فرانس ولسمشر ایمانول مېکرون وايي، " دا پریکړه نه یوازې غیر قانوني ده، بلکه دا به ډیرو برخو کښې تیروتنه یا غلطي وي".

د فرانس د خزانې وزیر "برونو له مېر" چا چې وړاندې خپل امریکاييسیال سره هم په دې موضوع لیدلي وو ویلي امریکا دې نړیوال تجارت ته د "علاقه غیر" په سترگه نه گوري.

د یورپي کمیشن مشر جین کلاډ جنکر وویل نن "د نړۍ سوداگرۍ لپاره خرابه ورځ" ده. ښاغلي جین زیاته کړې امریکا ورته بله لار نه ده پریښودلې او دوي مجبوره دي چې د نړۍ د سوداگرۍ سازمان د لانجو حل کول تنظیم کښې مقدمه وکړي، او د امریکا په وارداتو هم د خپل خواه نه مالیې ولگوي.

داسې ګمان کیږي چې اروپايي ټولنه د امریکا په هارلي ډېوډسن موټرسائیکلو، لیوایز جینز او کینټکي بوربن او ټینيسي وسکي(شرابو)اضافي مالیه ولگوي.

د امریکا د صنعت وتجارت وفاقي وزیر ولبر راېس د یورپ او نورې نړۍ دا عکس العمل معمولي بولي او وايي د امریکا سره تجارت کونکي به ډیر زر دې دریز نه واوړي.

د ټرمپ انتظامیې دې گام باندې د کانگرس ځیني غړي خوشحاله نه دی. په دغو کې د صدر ټرمپ د خپل ریپبلکن گوند هغه غړي، د چا ایالتونه چې صادراتو کې برخه لري.

د امریکا "سنټر فار سټرېټیجک اېنډ انټرنېشنل سټډیز" ادارې سره کارکونکې ولیم رینش وايي د نورو هیوادونو د امریکا نه بدل اخستو کښې خاص شیان په نخه کولو پرشا یوه بنیادي وجه ده.

"بوربن په کېنټکي ایالت کې جوړیږي کوم چې د امریکا د سینټ اکثریتي گوند مشر ایالت دي. هارلي ډېوډسن موټرسایکلې په وسکانسن کې تیاریږي او دا د پارلیماني سپیکر ایالت دي.

مېکسیکو وايي په ځواب کې به د امریکا نه د خنزیر غوښې، (مڼو) سیوانو، انگورو، کروت او هوار فولادو په وارداتو د خپل خواه نه مالیه لگوي.
صدر ټرمپ په مارچ کې دا اعلان کړې وو، خو بیا یې ځیني هیوادونه بچ ساتلې وو. نن د بچ ساتنې دغه فیصله پایې ته رسیدلې او اوس به یورپي اېتلاف او د امریکا نور تجارتي ملگري دا مالیه ورکوي که امریکا سره تجارت کول غواړي.

په نړیوال تجارت کې د دې تاؤ تریخوالي تپ د امریکا ونډو بازار ته هم رسیدلې او ډاؤ جونز صنعتي اوسط ١٪ راپریوتي. اېس اېنډ پي٥٠٠ 0.7 فیصده راټیټ شوې.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

XS
SM
MD
LG