لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان د عامو انتخاباتو په مهال د تشدد پېښې، موبايل او انټرنېټ د بندېدو غندنه کړې


د قومي اسمبلۍ په 265 څوکو ترسره شوو انتخاباتو کې د 250 څوکو نتيجې ورکړل شوي چې ترمخه یې تر ټولو زياتې څوکۍ ازادو 99 امېدوارانو ګټلي دي، ازاد زياتره امېدواران د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼل کيږي
د قومي اسمبلۍ په 265 څوکو ترسره شوو انتخاباتو کې د 250 څوکو نتيجې ورکړل شوي چې ترمخه یې تر ټولو زياتې څوکۍ ازادو 99 امېدوارانو ګټلي دي، ازاد زياتره امېدواران د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼل کيږي

امریکې د پاکستان د عامو انتخاباتو په مهال د تشدد پېښې، موبايل او انټرنېټ د بندول کېدو غندنه کړې او په انتخابي عمل کې د مداخلت کېدو په تورونو یې اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې په انتخاباتو کې مداخلت پلټنې دې وشي.

او يورپي يونين د ځيني سياستوالو په انتخاباتو کې په برخه نه اخیستل کېدو، د غونډې په ازادۍ د بنديز، د اظهار رای په ازادۍ، په انټرنېټ باندې بنديز، انتخابي عمل کې د لاسوهنې د تورونو او سياسي کار کوونکو په نيول کېدو افسوس څرګند کړی دی.

يورپي يونين هم غوښتي په انتخاباتو کې د بدنظمۍ د پېښو پلټنې دې وشي.

د رپورټونو ترمخه د برتانیې د بهرنيو چارو وزير ډېوډ کېمرون هم د پاکستان په انتخاباتو کې د روڼتيا او ټولو امیدوارانو د ګډون په نشتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي، د انتخاباتو په وخت د ناامنۍ پېښې شوي، موبايل فون او انټرنېټ بند کړل شوی وو. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو، انټرنېټ د ترهګرۍ د خطرې له امله بند کړی شوی وو.

د پاکستان د قومي او صوبايي اسمبليانو دپاره شوو انتخاباتو ټولې نتيجې تراوسه پورې مخې ته نه دي راغلي، بېلابيلو سياسي ګوندونو د انتخاباتو د نتيجو په وروسته والي تورونه لګولي چې په نتيجو کې لاسوهنه کيږي.

خو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پرون ويلي، نتيجې د رابطو د کمي له امله ځنډېدلې دي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو میلر ویلي، امریکا په پاکستان کې د انتخاباتو په اړه د نړيوالو ادارو او څيړونکو د اندېښنو تاييد کوي.

په بيان کې زياته کړل شوې، امریکا د پاکستان د راتلونکي نوي حکومت سره کار کولو ته تياره ده، او امریکا د تجارت او پانګونو د لارې د پاکستان اقتصاد ته د ودې ورکولو او خپلې شراکت دارۍ سېوا کولو ته په تمه ده.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو ټولې نتيجې تراوسه پورې مخې ته نه دي راغلي، خو د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د قومي اسمبلۍ د زیاتو څوکو نتيجې ورکړل شوي دي.

د قومي اسمبلۍ په 265 څوکو ترسره شوو انتخاباتو کې د 250 څوکو نتيجې ورکړل شوي چې ترمخه یې تر ټولو زياتې څوکۍ ازادو 99 امېدوارانو ګټلي دي، ازاد زياتره امېدواران د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼل کيږي.

په دویم نمبر زياتې څوکۍ 71 پاکستان مسلم ليګ ن ګوند ګټلي او 53 څوکۍ پاکستان پيپلز ګوند ترلاسه کړي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG