د نیوزي لېنډ په کرایسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو حملې په داسې حال کې شوې دي چې په امریکا کې د تندروه سپین پوستکو نسل پرستانو په حملو کې هم اضافه شوې ده.
د امریکې د غیر حکومتي ادارې "اېنټي ډیفېمیشن لیگ" د تندورۍ د څانگې ترمخه تېر کال په هېواد کې ٥٠ کسان سخت دریځه تندورانو ووژل. په کال ٢٠١٧ کې دغه شمېره ٣٧ وه.
اېنټی ډفېمېشن لیگ ترمخه په تېرو پنځو کالو کې د تندروانو د لاسه د خلکو په وژنه کې د کال ١٩٧٠ راهسې ډېر زیات والی شوی دی.
د ای ډي اېل د تندروۍ د څانگې څېړونکی مارک پېټکیوېج وايي د تېر کال په وژنو کې ککړ کسانو د یوې یا بلې سخت دریځي ډلې څه وو.
د ښاغلي پېټکیوېج وویل تېر کال زیاتره قتلونه سپین پوستکو نسل پرستانو کړي وو او په نورو کې د حکومت او د مېرمنو سخت دریځه مخالفین ککړ وو.
وو په وژنو کې زیاتره
تېرکال د پېنسلوېنیا ریاست په پېټسبرگ ښار کې د یهودیانو په عبادتخانه سپین پوستکي نسل پرست حمله کونکي ١١ یهودیان ووژل. د رابرټ باورز حملې د مطبوعاتو توجه ځان ته راوگرځوله خو د نسل پرستۍ نورو حملو ته دومره توجه وه نکړی شي.
د رابرټ باورز د حملې دوه میاشتې وروسته هم په پېټسبرگ ښار کې ٢۴ کلن افریقايي امریکنی تن جاډن راکو د نسل پرستۍ نظریات لرونکي حمله کونکي په چړو ووهلو.
د ٢٠١٨ هغه حملې چې زیاته توجه یې ځان ته نه ده راگرځولې:
د کال ٢٠١٨ د جنورۍ په میاشت کې سېمویل وډورډ هم جنس پرسته یهودي کس بلېز برنسټین ووژلو. پلټونکو د وډورډ د موبایل ټېلې فون د نازیانو مواد ووموندل. د ځينې موادو پکې د اېټم وېفن نومې د سخت دریځ ډلې سره تړون لرلو.
د اکتوبر په میاشت کې د کېنټکي ریاست په یو مارکیټ کې ٥١ کلن گریگوري بش دوه تور پوستکې یا افریقايي امریکنیان ووژل.
د نومبر په میاشت سکاټ پال بېتجر نومې کس چې په انټرنیټ یې د نسل پرستۍ او جنس پرستۍ وډیوگانې هم نشر کړې وې په فلورېډا ریاست کې یې دوه مېرمنې ووژنې او څلور نورې یې زخمي کړې.
په سنې برنډینو ښار کې د کېلېفورنیا سټیټ یونیورسټۍ د کرکې او د تندورۍ د مطالعې مرکز په کال ٢٠١٨ کې د ٢٢ داسې وژنو پلټنې کړي چې بنیاد یې نظریه وه. په دغو کې ١٧ وژنې سپین پوستکو نسل پرستانو د لاس وې. په کال ٢٠١٧ کې د وژنو دغه شمېره ١٥ وه.
سدرن پاورټي لا سېنټر چې په امریکا کې د کرکې د ډلو په چارو نظر ساتي وايي په امریکا او کېنېډا کې ۴٠ کسان داسې افرادو ووژل چې د ښي لاس سخت دریځه نظریات یې لرل. اداره وايي ٢٠١٨ د داسې ډول وژنو په لحاظ تر ټولو خونړی کال و.
په نیوزي لېنډ کې په جوماتونو حملو کې په مشکوک توگه ککړ سپین پوستکي برینټن ټېنرنټ د حملې وروسته د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل هغه فکر نه کوي چې نسل پرستي زیاتېدونکي مسله ده. د نیوزي لېنډ په حمله کې ٥٠ کسان وژل شوې دي.
خو ساوت پاورټي لا سېنټر وايي په سپېن پوستکي نسل پرستۍ کې اضافه کېږي. اداره وايي تېر کال په امریکا کې د نفرت د ډلو په شمېره کې ١٠٢٠ اضافه وشوه چې پکې د سپین پوستکو او تورپوستکو یا افریقايي امریکنیانو ډلې شاملې دي.
مارهرین وايي ټول سپین پوستکي قام پرستان په تشدد کې نه وي ککړ خو کوم چی دي دې ویرې اخیستې چې د مهاجرت له امله د سپینانو قتل عام کېږي، یعني غربي هېوادونو ته د نورو خلکو ورسته د دوي نسل ختموي.