لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د یهودیانو، مسلمانانو او د نورو مذهبي تنظیمونو ته ګواښونه زیات شوې


په نیوجرزي ریاست کې پولیس د یوې یهودی عبادتخانې بهر ولاړ دي
په نیوجرزي ریاست کې پولیس د یوې یهودی عبادتخانې بهر ولاړ دي

د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو نه پس په امریکا کې د یهودیانو، مسلمانانو او د نورو مذهبي تنظیمونو په ضد ګواښونه زیات شوي او د امریکې د داخلي امنیت ادارې ډېپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي په دې اړه نوي هدایات جاري کړي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ جاري کړی شوي هدایات به د مذهبي تنظیمونو مرسته کوي چې په لږ لګښت د خپل تحفظ دپاره ګامونه پورته کړي او خپلې ودانۍ او اسانتیاوې او خپلې غونډې محفوظ کړي.

د مذهبي او د ټولنې مشرانو یوې غونډې ته د وډیو کال دلارې د ډي اېچ ای سېکرېټري الیهانډرو مایورکس وویل په داسې حال کې په امریکا کې د یهودیانو د کرسمس او د یهودیانو د هانکا د خوشحالۍ دستورو لمانځلو دپاره د تیارۍ دوام لري نو پکار وه چې په دې موقع د مختلفو مذهبونو خلکو په یو ځای خوشحالي کړی وی خو دوی په بله سنجیده مسله یو ځای کېږي.

هغه وویل په ملک کې د خظر فضا زیاته شوې او د کرکې یو ګام هم وړکوټی نه وي.

د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي نه علاوه د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ایی هم ویلي په تېره څه موده کې د نفرت جرمونه زیات شوي‌ دي.

د اېف بي ایی مشر د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس غړو ته وویل چې د اکتوبر د میاشت راهسې د کرکې جرمونه 60 فیصد زیات شوي په زیاترو پېښو کې په امریکا کې د یهودي ټولنې غړو ته دړکې شوي دي.

د مسلمانانو او د عرب یا فلسطیني نژاد خلکو خلاف هم حملې شوې دي چې په کې شپږ کلن ماشوم په چاړه وهل شوی او وژل شوی دی.

د امریکې مشر سرکاري وکیل یا څارنوال اټارني جنرل مېرېک ګارلېنډ د ډي اېچ اېس غوڼدې ته وویل د مختلفو مذهبي ټولنو د ویرې احساس کېدلی شي.

مذهبي تنظیمونو ته امنیت د بهتر کولو دپاره ډي اېچ اېس یو شمېر تجویزونه وړاندې کړې چې په کې په ودانیو کمېرې او رڼا ګانې لګول، د خطر جاج اخیستل او نور داسې ګامونه شامل دي چې دلارې یې ټولنې ته خطرات کمېدلی شي.

امریکايي چارواکي وايي دا وخت تر ټولو زیات خطر د داسې ډول حملو دی چې په منځني ختیځ کې په حالاتو غصه یو تن یوازې یا وړې ډلې د انتهاپسند ډلو د اثر لاندې څه قسمه ګام پورته کړي.

امریکايي چارواکي خبرداری کوی چې په اوو اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته په امریکې د حملې دپاره د انتهاپسند ډلو غوښتنې په زیاتېدو دي.

د اېف بي ایي ډرېکټر کرسټوفر ری د سېنېټ د عدليي کمېټۍ ته وویل هر خوا ته د خبردارۍ رڼاګانې ويني او داسې وخت یې مخکې نه دی لیدلی چې په یو وخت د هر ډول ګواښ امکان زیات شوی وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG