لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا کې د جعلي یونیورسټیو بهرني طالب علمان نیول شوي
تازه خبر

امریکا کې د جعلي یونیورسټیو بهرني طالب علمان نیول شوي


په امریکا کې په یو جعلي یونېورسټۍ کې د وېزې لپاره داخله اخستونکو بهرنیانو پرضد د حکومتي چارواکو په چهاپو کې نژدې ۱۳۸ بهرني زده کونکي نیول شوي.

یو امریکايي چارواکي وي او ای ته منلي چې نور کسان به هم ډیر زر ونیسي.

چارواکي وايي د امریکا د کورني امنیت وزارت یا هوم لېنډ سيکورټي لخوا جوړه شوې جعلي یونیورسټۍ کې نژدې ۶۰۰ بهرنیو طالبعلمانو ځانونه رجسټر کړي وو.

دغه یونیورسټي د مشي ګن ایالت په ډیټراېټ ښار کې په کال ۲۰۱۵م کې د فارمنګټن پوهنتون په نامه پرانستل شوې وه.

چارواکي وايي طالب علمانو ته معلومه وه چې په پوهنتون کې به حاضري نه ورکوي، کوم کرېډېټ به نه اخلي، نه به کوم علمي پرمختګ

ګیږي او نه به دګري اخلي. خو بیا هم دوي یواځې د وېزې اخستلو لپاره په جعلي پوهنتون کې داخلې اخستې.

په امریکا، برتاینه او په ځېنو نورو پرمختللو هیوادونو لکه کېنېډا او اسټریلیا کې اکثره بهرنیان په جعلي یونیورسټیو کې د داخلو وروسته دغو هیوادونو ته د تللو لپاره وېزې اخلي. په برتاینه کې هم څو ځله چارواکو د جعلي پوهنتونونو طالب علمان په زور د هیواده شړلي دي.

په پرمختللو هیوادونو کې په جعلي یونیورسټو کې د داخلو په نامه د ویزو اخستلو د دهوکې علاوه د جعلي تعلیمي سندونو د هوکې هم ډېرې زیاتې دي.

یو وروستی مثال يې په پاکستان کې د یو شخصي ټېلي وېژن مالک شعیب احمد شېخ د اېګزېکټ په نامه کمپني وه. چې د ملینونو ډالرو په بدل کې په امریکا او نورو هیوادونو کې جعلي ډګرۍ خرڅې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG