لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلورنس سمندري طوفان کې د وژل شوو تنانو شمیره ۱۴ ته رسیدلې


Flooding is seen near Interstate Highway 95 in Lumberton, North Carolina on September 16, 2018.
Flooding is seen near Interstate Highway 95 in Lumberton, North Carolina on September 16, 2018.

د امریکا شمالي کیرولاینا ګورنر رواې کوپر د ایالت په اوسیدونکو غږ کړی د فلورنس طوفان وروسته د سمندري اوبو زیاتیدو سره په ایالت کې د ژوند خطر نور هم سېوا شوی .

د اتوار یا یکشنبې په ورځ یو خبري کانفرنس ته د وینا په وخت نوموړي ویلي:٫٫ د سمندري اوبو کچې سېوا کیدو ته تیار اوسیږئ. او د بیړني اعلان په وخت خپلو کورونه پریښودو او خوندي ځایونو ته د ځان رسولو هڅه کوئ.٬٬

ښاغلي کوپر ویلي په راروانو څو ورځو کې د سیلابي اوبو په ځایونو کې د ګاډي چلولو ډډه وکړئ او که چرته لږې اوبه هم وینۍ نو دغه هم ستاسو ګاډي لاهو کولی شي.

فلورنس نومې سمندري طوفان وروسته اوس په شمالي کیرولاینا کې اوبه جمع شوي.

د یاد سمندري طوفان له امله تر دې دمه ۱۴ تنو خپل ژوند د لاسه ورکړی او پوره پوره ښارونه سیلابي اوبو لاندې کړي، لوې سړکونه یا هايي ویز په اوبو کې ډوب شوي او د اووه لکه کورونو بجلي قطعه شوې. د شمالي کیرولاینا ایالت یو شمیر برخې د سیلۍ یا جاکړ د خطر سره هم مخامخ دي.

په امریکا کې په بیړني حالاتو کې د مرستو وفاقي ادارې یو مشر بروک لونګ د اتوار په ورځ د امریکا فاکس نیوز ته ویلي: ٫٫ فلورنس طوفان به د اوږدې مودې ستړی کونکې قدرتي افت وي، په خاصه توګه د هغه خلکو لپاره چا چې خپل کورونه بیللي او یا ورته نور تاوان رسیدلی. دوي ته به خپل عادي ژوند پیلولو کې ډیر وخت لږي.٬٬

په امریکا کې د موسمیاتو محکمې خبرداری ورکړی په راروانو ورځو کې به په دغه سیمو کې نور ګڼ بارانونه کیږي او ښارونو او کلي به د نورو خطرو سره مخ کیږي.

دا وخت په ګرده شمالي کیرولاینا کې نژدې ۲۶۰۰۰ خلک د حکومت لخوا جوړ کړل شوي ۱۵۷ پناه ځایونو یا شلټرز کې پاتې کیږي. سپېنې ماڼۍ ویلي صدر ډانلډ ټرمپ به په راروانو څو ورځو کې د سیلاب ځپلو سیمو سفر کوي.

منګګټ طوفان چین ته رسیدلی

اخوا په فلپاېن کې راغلی منګکټ نومې سمندری طوفان په دغه هیواد کې د لوې تباهۍ وروسته د اتوار په ورځ لومړی هانګ کانګ او بیا د چین د ډیرې ابادۍ صوبې ګونګاډونګ ته رسیدلی.

د چین ګونګاډونګ ایالت کې د سمندري طوفان راتلو وړاندې څلورویشت لکه خلک خوندي ځایونه ته رسول شوي. تر اوسه پورې په چین کې د دغه سمندري طوفان د لاسه د دوو تنانو د مرګ پخلی شوی دی.

په فلپاېن کې د منګکټ نومي سمندري طوفان د لاسه د مړو شوو کسانو شمیره ۵۰ ته رسیدلی او په هانګ کانګ کې هم دغه طوفان ۱۰ تنه وژلي.

په هانګ کانګ کې چارواکو د دغه سمندري طوفان وړاندې په خلکو غږ کړی وو، په خپلو کورونو او خوندي ځایونو کې پاتې شئ. خو اکثره خلکو بیا د حکومت لخوا په دغه اعلان عمل نه دی کړی.

منګکټ نومې دغه سمندري طوفان کې د ګهنټۍ په حساب ۲۷۰ کلومیټره تیزې هواګانې چلیدلې او د کورنو چتونه يې الوځولي او د بجلۍ ټول نظام يې تباه کړی. په فلپاېن کې په کال ۲۰۱۳م کې راغلي سمندري طوفان کې ۷۳۰۰ تنه وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG