لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د زکام ناروغۍ په زیاتېدو ده


چارواکي وايي، د زکام یا والګي ناروغۍ د تېرې اونۍ په پرتله زیاته شوېده او دا لا څرګنده نه ده چې نوره به څومره خپریږي.

په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز په خپل یو نوي راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی لیکلي دي چې د زکام د ناروغۍ په روان فصل کې دومره ناروغان روغتون ته تللي چې د ۲۰۱۰ کال راهیسې ساری نه لري.

یاده اداره زیاتوي، په امریکا کې تېره اونۍ روغتون ته د هرو ۱۳ تلونکو ناروغانو څخه لږ تر لږه یو تن یې د زکام ناروغي درلوده.

د راپور له مخې د زکام ناروغي د هوايي او اوریګان د ایالاتونو سربیره په ګرده امریکا کې لا هم د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د ساري ناروغیو د کنټرول د مرکز مشرې اني شوکېت خبریالانو ته وویل، یواځې په تېره اونۍ کې لس ماشومان او د زکام د فصل د پیل راهیسې ۶۳ تنه په امریکا کې د دغې ناروغۍ له امله مړه شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG