د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک ميلی ويلي امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې د څو نورو کلونو پورې پاتې شي خو نېټه يې نه ده ښودلې.
د امریکا د ای بي سي نيوز سره په خبرو کې امریکايي جنرل ويلي "امریکا، افغانستان ته د ۹/۱۱ د پېښې وروسته تللې ده او د افغانستان د تلو علت يې هم دا ؤ چې دغه هېواد نور د ترهګرو خوندي ځاله کله هم ونه ګرځي".
هغه وويل "په افغانستان کې عمليات لا سر ته نه دي رسېدلي او چې د افغانستان حکومت او ځواکونه د دې جوګه شوي چې د خپل هېواد امنيت ټينګ وساتي او ترهګر دې ته پرې نه ږدي چې په په امریکا او نوور هېوادونو بريد وکړي".
د امریکا د پوځ مشر دغه څرګندونه په داسې حال کې کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په سر د خبرو څو پړاؤنه شوي او که څه هم دغه لړۍ اوس ودرېدلې خو په وروستیو ليدنو کې دواړو فريقېنو د خبرو ګټورو او پايلې ته د رسېدو ويلي ؤ.
طالبان په دې غوښتنه ټينګار کوي چې امریکايي او بهرني ځواکونه دې د افغانستان څخه ووځي.
امریکايي چارواکو تېره مياشت ويلي ؤ په افغانستان کې موجود د خپل پوځ څخه يې ۲۰۰۰ سرتيري ويستلي دي، چارواکو ويلي ؤ دا پوځيان په تېر يو کال کې ويستل شوي دي.
دغه خبره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ ملر د امریکا د دفاع وزير مارک اېسپر سره ګډې خبري غونډې ته به وېنا کې کړې ده.
ملر ويلي په تېر يو کال کې د افغانستان څخه د امریکا دوه زره سرتيري ويستل شوي د کوم سره چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۲۰۰ زرو ته راکم شوی دی.