لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې د سپریم کورټ لومړۍ ښځینه قاضۍ د 93 کلونو په عمر مړه شوه
تازه خبر

د امریکې د سپریم کورټ لومړۍ ښځینه قاضۍ د 93 کلونو په عمر مړه شوه


د امریکې په تاریخ کې په لومړي ځل د سپریم کورټ ښځینه پخوانۍ قاضۍ سنډرا ډې اوکانر نن د جمعې په ورځ د 93 کلونو په عمر مړه شوه.

نوموړې د 1981م نه تر 2006م پورې د سپریم کورټ د قاضۍ په توګه د ښځو د حمل او د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بش په لومړي ځل د صدر جوړېدو په اړه مهمې پرېکړې کړې وې.

مېرمن اوکانر د امریکا د ازادېدو 191 کاله وروسته د سپریم کورټ لپاره لومړۍ ښځینه قاضۍ ټاکل شوې وه. پخواني ولسمشر رونلډ رېګن هغه سپریم کورټ ته راوستې وه.

هغې د قاضۍ په توګه د خپلې دندې په 25 موده کې 676 فیصلې اورولې وې چې په هغوی کې 301 د سپریم کورټ اکثریتي رایې وې.

سپریم کورټ وايي مېرمن اوکانر د جمعې په ورځ د اریزونا ایالت په فینیکس ښار کې مړه شوه، وایي هغې ذهني ناروغي یا ډیمنیشیا او د سالنډۍ ناروغي لرله. د هغې خاوند جان اوکانر هم په 2009م کال کې له الزایمر ناروغۍ مړ شوی وو.

د قاضۍ په توګه د هغې اثر زیات لیدل کېږي، خصوصاً د ښځو د حمل په اړه عدالتي فیصلو کې د هغې پر قانوني سوچ ډېرې نیوکې وشوې او دا د سپریم کورټ د قاضیانو لپاره یوه لانجمنه مسئله وه.

مېرمن اوکانر د امریکې ایالتونو ته له دې انکار وکړ چې د حمل غورځولو د زیاتو پېښو د غیرقانوني کولو اجازه ورکړي.

د سپریم کورټ د 1973 فېصلې لاندې ښځو ته تر 19 هفتو پورې د حمل لرې کولو آییني حق ترلاسه وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG