لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې او د جي سېون ملکونو د روس په ضد نوي پابندۍ اعلان کړې


امریکې د ګل یا دوشنبې په ورځ د جي سېون تنظیم غړو ملکونو په ګډه په اوکراېن د یرغل په سر په روس نوي بندیزونه اعلان کړي دي.

د بندیزونو کې د روس د کارخانو او د ټېکنالوجۍ د صنعت د پاره ضروري شایانو او خدماتو ته رسايي هم شامل دي.

واېټ هاوس ویلي دي چې امریکا به اوکراېن ته په لنډه موده کې د بودېجې یا بجټ د ضرورتونو د پاره د جي سيون تنظيم د هڅو په لړ کې د اووه اشاریه پنځه بلينه ډالرو د مرستې ژمنی کوي او دا چې حکومت يې په مثالي کچه تر اوږدې مودې پورې اوکراېن ته د مالي، بشري، پوځي او سياسي مرستو ژمنه کوي ترڅو چې ضرورت ولري.

د امریکې د خوا اضافي بندیزونو کې په خاصه توګه د روس د فاع او دفاعي‌ تحقیق په سرکاري ادارو، په جنګ کې د روس د وران شوي الاتو د بېا رغولو د روس توان راکمول او امرېکې ته د روس په سره زرو لېږلو بندیزونه شامل دي.

یورپي چارواکو راېټرز خبري ادارې ته وېلی دي چې د اوکراېن صدر ولادوماېر زېلېنسکي د ګروپ اف سېون سرمشريزه غونډې ته په خپله وېنا کې په روس د نورو بندیزونو او اوکراېن ته د تحفظ د ضمانتونو ترڅنګ د جازونو نه د حفاظت نظام د ورکولو غوښتنه کړی.

یورپي چارواکو خبري ادارې ته د نوم څرګندولو په شرط وېلی دي چې زېلېنسکي د اوکراېن د غنمو بهر هېوادونو ته په لېږلو او د هېواد په بيا ودانۍ کې د مرستو غوښتنه هم کړی.

د روس ځواکونو نن د ګل په ورځ هم د اوکراېن په مشرقي ښار لېسيچېنسک باندې بمبارۍ ته دوام ورکړی. په سيورودونېسک باندې د قبضې نه پس روس هڅې کوي چې په لوهانسک صوبه کې د اوکراېن اخري علاقه هم ونيسي.د لوهانسک ګورنر سرحي هېدای وېلی دي چې د لوهانسک تباهي ويجاړونکی ده.

هېدای په ښارکې باقي پاتې خلکو ته هم د ښار پريښودلو غږ کړی. د فرورۍ په مياشت کې د روس د یرغل نه وړاندې په ښار کې تر یو لاک پورې خلک پاتې کېدل.

روس په ټول لوهانسک صوبه قبضه کړی ده. دا د اوکراېن د هاغې مشرقي ډونباس سيمې برخه ده چې روس يې د نیولو هڅې کوي. دا د روس د جنګ اهم حدف دی.

روس د اتوار په ورځ د اوکراېن په دوو غټو ښارو خارکېف او سرښار کېف باندې د ميزاېلو بريد کړی.

دکېف څارنوال ويتالي کلېسچکو وېلی دي چې په بريد کې دوه ودانۍ په نخښه شوی دي. دې وايي یو تن په بريد کې وژلی شوی او څلور نور ژوبل شوی دي.

د امریکې صدر جوباېډن په کېف بريد د روس نور وحشت بللی دی.

په تېره پېړۍ کې په اول ځل روس د اتوار په ورځ نړيوالو قرضو واپس کولو کې پاتې راغلی.

روس ته د می په اوویشتمه نېټه په دوو بانډونو باندې سل ملينه ډالره سود ورکول وو. خو دې کې تر د دېرشتو ورځو پورې رعاېت وو.

XS
SM
MD
LG