لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتورپوستي امریکایي د مرګ نه پس دقهرژنو مظاهرو وروسته دامریکا یو شمیر ښارونو کې کرفیو پرځائ کړل شوې


امریکا کې دیو تور پوستې تن دپولیس په ولکه کې د مرګ نه پس دامریکا بیلابیلو ایالتونو کې پرله پسې په پینځمه ورځ هم قهرژن احتجاجونه روان دي اؤ د وضعیت تاوژنیدو وروسته پلازمینه واشنګټن اؤ څو نورو مهمو ښارونو کې ګرځ بندیز پځائ کړل شوی دی.

داتوار په ورځ یو ځل بیا میناپولس،لاس اینجلس،واشنګټن اؤ نورو ښارونو کې د پولیسو اؤ پاریدلو مظاهرچیانو ترمنځ نښتې شوي اؤ دقهرژن احتجاج په مهال د یو شمیر دوکانونو د چور کیدو پېښې هم ثبت کړل شوي دي.

همدا راز په نیویارک اؤ میامي کې هم په لویه کچه احتجاجونه شوي اؤ د سپېنې ماڼۍ سره پیوست پارک کې د مظاهرچیانو د موجودیت نه وروسته دغلته د وضعیت ارامه کولو ځواکونه ځائ پرځائ کړل شوي دی.

دمظاهره چیانو دخورولو دپاره پولیس اؤ ملي ځواکونه د مظاهرو په ځایونو کې ګمارل شوي دی.

چارواکو د اړي ګړي سره مخ ښارونو واشنګټن،هیوسټن،میناپولس اؤ لاس اینجلس کې د شپې په مهال ګرځ بندیز یا کرفیو پځائ کړې ده.

نیویارک ټائمز ورځپاڼه وایي دمظاهرچیانو لخوا د سخت احتجاج نه وروسته استخباراتي مامورینو دجمعې په ورځ صدر ټرمپ د سپینې ماڼۍ خندق یا د زمکې لاندې خوندي خونې ته رسولی دی.

دا احتجاجونه وروسته له هغې پیل شوي چې په ۲۵م مئ یو پولیس افسر تور پوستی افریقایي امریکایي شخص جاج فلائډ ته په څټ پښه کېښوده اؤ زولنۍ یې ورته واچولې چې وروسته بیا دغه تن مړ شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG