لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر جوبایډن وایي اوکراین ته به د روس خلاف د جګړې لپاره 31 ابراهم ټېنکونه ورکوي


واشنګټن ـــــ د امریکې ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې اوکراین ته به د روس خلاف جګړې لپاره د ابراهم په نوم 31 ټېنکونه ورکوي، وایي امریکا به د دغو ټېنکونو د چلولو لپاره د اړتیا وړ اوزار او روزنه هم ورکړي.

د چارشنبې- شورو په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډې په مهال صدر بایډن وویل، د دغو ټېنکونو لېږل به د اوکراین پوځي ځواک نور لوړ کړي چې د خپلې خاورې دفاع وکړي او خپل سټرېټیجیک اهداف تر لاسه کړي. بایډن وویل:

"دا په نړۍ کې تر ټولو ښه ټېنکونه دي، دا هغه څه دي چې له اوکراین سره د مځکې په دفاع او ساتنه کې مرسته کوي. دا د روس خلاف د برید ګواښ نه دی".

نېټو د امریکې د دې پرېکړې تود هرکلی کړی دی. د نېټو اتحاد مشر ین سټولټنبرګ پر ټویټر لیکلي، د برتانیې د «چېلنجر» او د جرمني‌ د «لیپرډ2» په نوم ټېنکونو په ګډون د امریکې ټېنکونه به د روس خلاف جګړه کې لوی بدلون راولي. ښاغلي سټولټنبرګ لیکلي:

"زه اوکراین ته د ابراهم ټېنکونو په ورکولو سره د بایډن او امریکې د مشرتابه تود هرکلی کوم. د نېټو متحدین د اوکراین د خپلې دفاع لپاره زموږ ملاتړ ته سره متحد دي".

د صدر جوبایډن د ادارې لوړپوړو چارواکو د شورو- چارشنبې په ورځ خبریالانو ته د ټېنکونو په اړه معلومات ورکولو په وخت وویل چې دا ټېنکونه به اوکراین ته په رسېدو کې میاشتې وخت واخلي.

تر امریکې مخکې جرمني هم فېصله کړې وه چې یوکرېن ته به د روس په ضد جديد ټېنکونه ورکوي.

د جرمن وزیر اعظم اولف شولز ترجمان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې برلن به کییف ته ۱۴ ليپرډ ټو نومې ټېنکونه ورکوي.

په بیان کې وېل شوي چې جرمني به نېغ په نېغه دغه ټېنکونه یوکرېن ته ورکوي او د ليپرډ ټېنکونو استعمالولو دپاره به زر به د یوکرېني ځواکونو تربیت په جرمني کې شروع شي.

جرمني د اعلان نه مخکې پولېنډ اراده څرګنده کړې وه هېواد به د خپل وسله تون نه د جرمني جوړ ليپرډ ټېنکونه یوکرېن ته ورکړي.

د امريکې دغه فېصله د جرمني سره شوي يوکرېن ته د ټېنکونو لېږلو په اړه د يوې سفارتي جوړ جاړي برخه ده چې په لومړي ځل د امريکې وال سټريټ جرنل نومې مجلی خپره کړې وه.

په دغه رپوټ کې دامريکايي چارواکو له قوله ليکل شوي دي چې امريکا غواړي يوکرېن ته د درېرشو نه زيات اېم ون ابراهم ټېنکونه ولېږي.

امريکايي چارواکي چې د دغې فېصلې کره معلومات لري وي او ای ته د نهې په ورځ ويلي صدارتي ماڼۍ يا وهاېټ هاوس کې په دغه پرېکړه کار روان دی خو وايي په دې به لږ وخت اولګي چې يوکرېن دغه ټېنکونه د روس په ضد د جنګ سنګر ته بوځي.

ځينې امريکايي چارواکي د دغه خبرې مخالفت کوي او وايي‌ يوکرين دومره توان نه لري چې د دغه جديد ټېنکونو مرمت وکړي
ځينې امريکايي چارواکي د دغه خبرې مخالفت کوي او وايي‌ يوکرين دومره توان نه لري چې د دغه جديد ټېنکونو مرمت وکړي

چارواکي وايي داسې امکان هم شته چې امريکا دغه ټېنکونه د نورو ملکونو نه واخلي او په امريکا کې يې نور مرمت وکړي او بيا يې يوکرېن ته واستوي، ځکه به په دې کار وخت لګي.

يوکرېن ته د امريکايي ټېنکونو په خبر روس سخت غبرګون ښودلی.

په امريکا کې د روس سفير اناټولي اېنټونوف په يو پېغام کې ويلي يوکرېن ته د امريکې لخوا د ټېنکونو ورکول د روس د پآرولو يو بل ګام دی، "دا ښکاره خبره ده چې واشنګټن قصدا مونږه له په دغه جنګ کې ماتې راکول غواړي."

هرڅه که د صدر باېډن انتظاميه په دې غور کوي چې اېم ون ابراهم ټېنکونه يوکرېن ته واستوي خو ځينې امريکايي چارواکي د دغه خبرې مخالفت کوي او وايي‌ يوکرين دومره توان نه لري چې د دغه جديد ټېنکونو مرمت وکړي.

د پېنټاګون پرېس سېکټري بريګيډير جنرل پېټرک راېډر ويلي،

"مونږه يوکرېن ته جنګي اهليت ورکوو خو د اېم ون ابراهم ټېنکونو نظام دومره پېيچېده دی چې دا به د يوکرېن د پاره لوي چېلنج وي ، دا خبره پرون هم ريښتيا وه، نن هم او سبا له به هم دا يو حقيقت وي،"

د دې نه وړاندې جرمني هم خپل مشهور ليپرډ ټېنکونه يوکرېن ته د لېږلو اراده څرګنده کړې، رپوټونه وايي‌ د يورپ د ډېرو ملکونو د پوځ سره د جرمن جوړ ليپرډ ټېنکونه دي چې شمېره يې د دوه زرو نه زياته ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG