لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خليلزاد د افغان حکومت او طالبانو د ډز بندۍ هرکلی کړی


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د حکومت او طالبانو هرکلی کړی چې دواړو د اختر په موقع د ډز بندۍ اعلان کړی دی.

د افغانستان صدر اشرف غني د ګل/ دوشنبې په ورځ (10 مې) په يو بيان کې د ډز بندۍ اعلان کړی او ويلي يې دي چې د هغه د حکومت او د افغان ولس غوښتنه ده چې طالبان دې په مستقل او حقیقي ډول ډزبندي وکړي او د صلحې مذاکراتو ته دې کښېني.

نوموړي ویلي، چې ټول افغان امنیتي ځواکونو ته یې د وړوکي‌اختر د خوشحالو په موقع د درې ورځو پورې د ډزبندۍ کولو هدایات ورکړي.

له دې وړاندې هم په دغه ورځ په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم په ټويټر د وړوکي اختر په مقوع د درېو ورځو د ډزبندۍ اعلان کړی وو.

زلمي خليلزاد په افغانستان کې د ډز بندۍ د هرکلي په ټویټ کې ویلي، په وروستيو اوونيو کې په افغانستان کې تشدد ډېر زيات شوی دی او افغانانو يې قيمت ورکړی دی.

نوموړي په بل ټویټ کې ویلي، افغانا د سياسي جوړ جاړي او دايمي ډزبندۍ

ډېر حق لري. هغه ويلي له دغې امله دوی په دې خبره زور راوړي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د عمل ګړندي کولو سره دغه جګړه ختمه کړی شي. دا د افغانانو هيله ده او امریکا ورسره ولاړه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG