د امريکې د دفاع محکمې ويلي، چې امریکا په افغانستان او سيمه کې د ترهګرو ډلو په موجودګۍ د تل په څېر خبر ده او د مخنیوي دپاره يې فضايي وړتيا لري.
د پېنټاګون پرېس سيکرټري د هوايي ځواک بريګيډير جنرل پيټ رايډر په اوونيزه خبري غونډه کې ويلي، "مونږ خبر یو چې په افغانستان او ټوله سیمه کې ترهګر تنظيمونه موجود دي او د امریکې د نظره دا د چا دپاره حېرانوونکې خبره نه مونږ وړاندې هم دا ويلي دي".
هغه ويلي، "د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره په افغانستان کې د امریکا سره د فضايي عملياتو وړتيا موجوده ده او امريکا د دفاع دپاره د رياست نه بهر عمليات په ځای ساتي".
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پېنټاګون د وياند تازه بيان ته سمدستي کوم غبرګون نه دی ویلی خو له دې وړاندې يې ويلي د افغانستان خاوره د چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او نه چاته د دغسې کولو اجازه ورکوي.
تيره میاشت د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي وو ، "که په افغانستان کې يې نړيوال ترهګر وليده چې بيا رايو ځای کيږي پرضد به يې عمليات کوي، او د خپلو ګټو خوندي کولو دپاره به ګامونه اخلي".
د بهرنیو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس دې پوښتنې ته چې په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش او نورې ډلې بيا رايوځای کېږي، په ځواب کې يې ويلي وو،
"مونږ وړتيا لرو چې کله د ترهګرۍ ضد د مبارزې خبره شي بيا مونږ هلته بيا ګامونه پورته کوو څنګه چې مو د القاعده مشر اېمن الظواهري په نخښه کړو".
تېر کال د اګست په لومړۍ نېټه د امریکا صدر جوبايډن ویلي وو، په کابل کې يې په ډرون بريد کې د القاعده مشر اېمن الظواهري وژلی وو.
وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب دعوه کړې وه چې د افغانستان خاورې ته ډرون الوتکې د پاکستان د لارې داخلیږي. خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزات ویلي وو داسې هیڅ ثبوت نشته چې ګنې په کابل شوي ډرون برید کې د پاکستان خاوره کارول شوې ده.
تيره اوونۍ د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ويلي وو پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د خپلې دفاع حق لري.
روانه مياشت د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د پاکستان د يو شخصي ټي وي چېنل اېکسپرېس نيوز سره په خبرو کې ويلي وو چې که چرې افغان طالبانو په افغانستان کې ميشت د تحريک طالبان پاکستان خلاف ګامونه وانه خستل نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نخښه کړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي.
خو نوموړی بيا دوه ورځې وروسته د خپلې خبرې نه په شا وو.
د رانا ثنالله په بيان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی وو او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکو ويناګانو نه ډډه وکړي ګنې طالبان د افغانستان په دفاع د هر چا نه ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري.
په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د قامي سلامتۍ په غونډه کې د کوم ملک د نوم اخستو بغېر ويل شوي وو، "پاکستان به هېڅ یو ملک ته به اجازت نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او سهولتونه ورکړي او پاکستان د حق خوندي لري چې د خپل ولس تحفظ وکړي".
ذبيح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان خلاف بيانونو ته د افسوس وړ ويلي او زياته کړې يې وه، واکمن "طالبان پوره هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان يا بل کوم هېواد پرضد ونه کاريږي".
هغه ويلي وو، "د پاکستان هم زمه واري جوړيږي چې د حالاتو په قابو کې ساتلو هڅې وکړي، د بې بنياده او راپارونکو خيالاتو د څرګندونو څخه ډډه وکړي، ځکه چې داسې خبرې او بې باورۍ فضا د يو فريق په ګټه نه ده".
[په رپورټ کې ځینې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي]