د امریکې سپریم کورټ به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په دې اړه زباني دلایل اوري چې ایا پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې دپاره اهلیت لري او ایا چې د هغه نوم د ریاستونو په بېلټس یا ووټونو وساتل شي او که نا؟
په سپریم کورټ کې د ټرمپ په اړه دغه مقدمه د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس په یرغل کې د هغه د مبینه کردار په سر شروع شوې ده.
په کانګرس د یرغل په ورځ د پخواني صدر پلویانو چې د هغه په دې وېنا يې یقین کولو چې د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې درغلي شوې، د کانګرس په ودانۍ یې یرغل وکړو چې د کانګرس غړي په صدارتي انتخابت کې د ټرمپ په مقابل کې د موجوده صدر جوبایډن کامیابي په رسمي توګه منظوره نه کړی شي.
د دې هفتې په شروع کې د اپیلونو وفاقي عدالت د ټرمپ دا دریځ مسترد کړو چې هغه د مجرمانه الزاماتو په سر د مقدمې استثنا لري. د هغه ټرمپ خلاف دغه فېصله په انتخاباتو کې د مبینه مداخلت په جدا مقدمه کې اورول شوې ده. امکان دی چې ټرمپ به د دغې فېصلې خلاف هم سپریم کورټ ته اپیل وکړي.
ټرمپ دا دریځ لري چې د هغه خلاف مقدمې د بایډن د سیاسي انتقام برخه ده او بایډن غواړي چې خپل سیاسي مخالف لرې کړي. وایټ هاوس دا خبره ردوي.
د ټرمپ بمقابله اېنډرسن مقدمه چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې اورونه کېږي، په دې پوښتنه به هم غور کوي چې ایا د ټرمپ نوم دې په کالوراډو ریاست کې د کېدونکو پرایمري انتخاباتو په ووټ وساتل شي او که نا؟
پرایمريز په عمومي توګه د صدارت دپاره امیدوار غوره کولو دپاره د امریکې د دوو لویو ګوندونو دننه انتخابات وي.
د پخوا په څېر ټرمپ د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ امیدوار دی او د مقبولیت په لحاظ د نورو امیدوارانو نه مخکې ګڼل کېږي.
د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ صدر جوبایډن هم د صدارت د دویمې دورې دپاره امیدوار دی او په موجوده پړاو داسې ښکاري چې د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې به يې بیا د ټرمپ سره مقابله وي.
په سپریم کورټ کې د ټرمپ خلاف د موجوده مقدمو کې دا دلیل خپل کړی شوی ایا ټرمپ د اقتدار په پرامنه ډول د منتقلۍ لاره نه وه نیولې چې په سر یې د ایین دلاندې صدارت دپاره نااهله ټاکل کېدی شي.
د ټرمپ وکیلان دریځ لري چې د ایین د متعلقه مادې اطلاق په صدرانو نه کېږي او دا چې د جنورۍ په شپږمه په کانګرس یرغل بغاوت نه و.
د تېر کال د نومبر په میاشت کې د کالوراډو یوې ججې ویلي وو چې ټرمپ په بغاوت کې لاس لري خو په فېصله کې يې دا نه وو ویلي چې د هغه نوم دې د ریاست د پرایمري انتخاب په بېلټ نه وي او دا چې د ايين د اړوندې مادې عملداري په صدر نه کېږي. وروسته د کالوراډو ریاست سپریم کورټ د زېلي عدالت دغه فېصله رد کړه.
Forum