په "ويټرنز ډی" نن په امريکه کې پخوانو عسکرو ته پيرزونې وړاندې کیږی. نن سحر د سر ښار واشنگټن سره د جوختې پرتې ارلينگټن په هديره کې صدر اوبامه د نوم ورکو امريکاېي وژل شوو او ژوندو غازیانو په یاد کې جوړې دستوره کې گډون کړې دی.
صدر اوبامه دستورې ته د خپل صدارت د مودې په اخري وینا کې اوویل د وطن د عسکرو قربانۍ بې مثله دي . هغه زیاته کړې دغه غازیان چې د وطن لپاره د خدمت وروستو خاموشه ژوند تیروي نه هیرونکي اتلان دي.
صدر اوبامه نن سحر وختي په خپل کور وایټ هاؤس کې د پخوانو غازیانو سره ناشته هم وکړه. په دغه ناشته کې 108 کلن غازي بل موهر هم ناست ؤ. بل د پوځ په پينځه څلویښتم انفنټري ډویژن کې ډاکټر ؤ او دا وخت د پنسلوانیا ښار په شمال شرقي هتبورو ښاریه کې اوسيږي.
د امریکې نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ هم په ويټرنز ډی خپل پیغام په یو ټویټ کې ورکړی دی. ټرمپ واېي نن ورځ د نوي انتظامې په جوړولو کې تیروي.
امريکایان د نومبر په یولسمه خپلو عسکرو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کوي او دې ورځ ته ویټرنز ډی واېي-