لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د نمایندګانو اېوان سپېکره تاېوان ته رسېدلې ده، چین خبرداری کړی و چې هغه دې دغه سفر نه کوي


د وي او ای د رپورټ ترمخه د پېلوسي پلاوی د تاېوان مرکزي ښار تای پی په سونګ شان هوايي اډه د شپې یولس بجې ورسېدو او د تاېوان چارواکو یې هرکلی وکړو
د وي او ای د رپورټ ترمخه د پېلوسي پلاوی د تاېوان مرکزي ښار تای پی په سونګ شان هوايي اډه د شپې یولس بجې ورسېدو او د تاېوان چارواکو یې هرکلی وکړو

د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا نمایندګانو د اېوان سپېکره نېنسي پېلوسي او د هغې په مشرۍ کې پلاوی د نهې، سه شنبې، په شپه تاېوان ته ورسېدو او اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په تېرو ۲۵ کلونو کې پېلوسي لومړۍ لوړ رتبه امریکايي چارواکي ده چې د تاېوان دوره کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د پېلوسي پلاوی د تاېوان مرکزي ښار تای پی په سونګ شان هوايي اډه د شپې یولس بجې ورسېدو او د تاېوان چارواکو یې هرکلی وکړو.

د رپورټ ترمخه تاېوان ته د رسېدو وروسته پېلوسي په یو بیان کې وویل تاېوان ته د کانګرس د پلاوي سفر په تاېوان کې جمهوریت سره د امریکې د ملاتړ څرګندونه کوي.

پېلوسي وویل تاېوان ته د کانګرس د غړو سفر تاېوان په اړه د امريکې په تګلاره کې د څه تضاد څرګندونه نه کوي.

د تاېوان د مطبوعاتو ترمخه، توقع ده چې پېلوسي به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د تاېوان صدر تسای اېنګ وطن او نورو مامورینو سره وويني.

ای پي وايي تاېوان ته د پېلوسي سفر د امریکې او چین ترمنځ تاوتریخوالي کې اضافه کړې ده.

د تاېوان جزیره خپل انتظامي نظام لري خو چين پې د ملکیت دعوه کوي او وايي که ضرورت پېښ شو نو په زور یې هم خپل سرحد کې انضمام کولی شي.

ای پي وايي چین تاېوان ته د غیرملکي حکومتي چارواکو دورې د تاېوان د خپلواکۍ تسلیمېدل ګني.

د رپورټ ترمخه چین ویلي وو چې پېلوسي دې تاېوان ته نه ورځي او خبرداری یې کړی که چېرې دغه دوره کېږي نو په ضد به یې چین سخت اقدامات کوي

ای پي وايي که څه هم د امریکايي صدر جوبایډن حکومت چين ته ډاډ ورکړی و چې تاېوان په اړه د امریکې په تګلاره کې څه بدلون نه دی شوی خو په پېلوسي یې هم غږ نه و کړی چې تاېوان ته دې نه ورځي.

د چین خارجه وزیر وانګ يي په یو بیان کې ویلي د تاېوان په مسله ځینې امریکایي سیاستدانان د اور سره لوبې کوي. هغه زیاته کړه تاېوان ته د پېلوسي سفر به ښې نتېجې و نه لري.

ای پي وايي پېلوسي د نهې، سه شنبې، په ورځ په ملېشیا کې د وزیراعظم اسماعیل صابري یعقوب سره وليدل او د دې وروسته هغه او د هغې د پلاوي جهاز د ملېشیا نه روان شو.

د ای پي ترمخه د تاېوان دریو لویو اخبارونو وویل چې پېلوسي به تاېوان کې شپه کوي خو د تاېوان خارجه وزارت د پېلوسي د سفر په اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه.

ای پي وايي وایټ هاوس د ګل، دوشنبې، په ورځ د پېلوسي د سفر په اړه د چین بیان بازي رد کړه او ويې وېل امریکا چین سره تاوتریخوالی په زیاتولو کې دلچسپي نه لري.

د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قامي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي ویلي تایوان ته د تګ او یا د نه تګ فېصله د نېنسي پېلوسي خپله فېصله ده او دا چې د کانګرس غړو مخکې هم د تاېوان سفرونه کړي دي.

په ۱۹۴۹ کې د چین په خانه جنګۍ کې د کمیونسټانو د بریا وروسته چین او تاېوان د یو بل نه جدا شول. امریکا تاېوان سره غیر رسمي روابط او دفاع تعلقات لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او د وي او ای خبریال وېلیم ګېلو د رپورټونه نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG