لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د تحقیقاتو په لړ کې امریکې نړیوال عدالت ته د بندیزونو دړکه کړې


د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن
د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن

د امریکې حکومت ویلي که چيرې د جرمونو نړیوال عدالت په دې الزاماتو تحقیقات پېل کړل چې امریکايي عسکر او استخباراتي مامورین په افغانستان کې په جنگي جرمونو کې ککړ دي نو واشنگټن به په عدالت پابندۍ ولگوي او همکاري به ورسره ختمه کړي.

د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن به د گل، دوشنبې، په ورځ په واشنگټن کې د فېډرلسټ سوسایټي نومې ادارې ته وینا کې د انټرنیشنل کریمېنل کورټ په اړه د واشنگټن دریځ وړاندې کوي.

د جان بولټن د تقریر مسوده وايی انټرنیشنل کریمېنل کورټ یا ايي سي سي په هغه هېوادونو اختیار نه لري چې د عدالت د قایمولولو دپاره نړیواله لوظنامه یې نه ده لاس لیک کړې. امریکا د ايي سي سي د قیامولو د معاهدې فریق نه ده.

ايي سي سي په کال ٢٠٠٢ کې عملیات پېل کړې دي. دغه عدالت په مستقل ډول او د غړو هېوادونو د اثر نه په ازاد طرز جوړ شوی دی چې د جنگي جرمونو، د انسانیت خلاف جرمونو او د بشر وژنې تحقیقات کولی شي.

د جان بولټن د تقریر په مسوده کې ویل شوې دي چې امریکا به د ايي سي سي سره مرسته نه کوي او که چېرې عدالت په افغانستان کې د امریکې د اقدامات په اړه تحقیقات پېل کړل نو د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت به د عدالت په ججانو د سفر پابندۍ، د اثاثو منجمد کولو او په امریکايي عدالتونو کې د ايي سي سي په ججانو او وکیلانو د مقدمو چلولو په اړه غور کوي.

تیر کال د ايي سي سي وکیل فتو بېن سوده د امریکايي عسکرو او د سي ايي ای مامورینو د ویل کېدونکو بې قاعدگیو په اړه د تحقیقاتو پېل کولو دپاره د عدالتي اجازت غوښتنه کړې وه
تیر کال د ايي سي سي وکیل فتو بېن سوده د امریکايي عسکرو او د سي ايي ای مامورینو د ویل کېدونکو بې قاعدگیو په اړه د تحقیقاتو پېل کولو دپاره د عدالتي اجازت غوښتنه کړې وه

تیر کال د ايي سي سي وکیل فتو بېن سوده د امریکايي عسکرو او د سي ايي ای مامورینو د ویل کېدونکو بې قاعدگیو په اړه د تحقیقاتو پېل کولو دپاره د عدالتي اجازت غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې د مبینه بې قاعدگیو دغه رپورټونه د کال ٢٠٠٣ او د کال ٢٠٠۴ د وخت د خفیه زندانونو په اړه دي چې په افغانستان او د نورو هغه هېوادونو په خاوره وو چې د ايي سي سي غړي دي.

د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان هم د ايي سي سي ددغه ممکنه تحقیقات مخالفت کړی دی او ویلي يې دي چې امریکا د جنگ د قوانین پابندي کوي.

جان بولټن د گل، دوشنبې، په ورځ دا اعلان هم کونکی دی چې خارجه وزارت یا سټېټ دپارټمنټ به په واشنگټن کې د فلسطینیانو تنظیم پېلسټینین لېبریشن ارگنایزیشن یا پي ایل او دفتر وتړي. امریکا دغه اقدام د فلسطینیانو د هغه کوښښونو په جواب کې اخلي چې غواړي ايي سي سي دې د اسرائیلي اقداماتو په سر مقدمه وچلوي.

د صدر ټرمپ حکومت تیر کال د پي ایل او دفتر د بندولو اعلان کړی و خو بیا یې دغه فېصله وځنډوله.

فلسطیني صدر محمود عباس د ايي سي سي نه غوښتنه کړې ده چې د اسرائیلي افسرانو خلاف دې په فلسطیني علاقو د ابادکارۍ او "زمونږ د خلکو خلاف د جارحیت" په سر دې مقدمه وچلوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG