لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کډوالو تنظیم دامریکې د امیگریشن یوې محکمې خلاف عدالت کې مقدمه پېل کړې


د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په امریکا کې په غېرقانوني توگه موجودو خلکو د نیولو او د هېواد نه د ویستلو یا ډیپورټیشن عمل تند کړی دی
د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په امریکا کې په غېرقانوني توگه موجودو خلکو د نیولو او د هېواد نه د ویستلو یا ډیپورټیشن عمل تند کړی دی

په امریکا کې د کډوالو د خېر ښېگړې یو تنظیم ویلي مهاجرت په حق کې د فعالیت په سر یې حکومت د تېرو څوکلونو راهسې څاري او ویروي یې نو ځکه یې د حکومت خلاف عدالت ته خواست کړی دی.

په ورمانټ ریاست کې مېشته تنظیم چې مایگرنټ جسټس نومیږي دا هفته عدالت ته خپل خواست کې وویل د امریکې د امېگریشن چارواکو د تنظیم غړي په هدف کړي، څارنه یې کوي او د دوی په اړه غلط معلومات خپروي. تنظیم ویلي ٢٠ غړي یې نیول شوي هم دي.

عدالت ته خواست کې مایگرنټ فار جسټس وویل د خپل فعالیت په مهال یې د امیگریشن اینډ کسټمز اېنفورسمنټ یا ايس په کار یې په ډاگه تنقید کړی دی او په بدل کې ایس انتقامي اقدامات کړي او د تنظیم د رای د ازادۍ ائیني حق خلاف ورزي یې کړې ده.

د وي او ای په غوښتنه، ایس د جمعې په ورځ په خپل جواب کې وویل په عدالت کې د روانې مقدمې په اړه خبره نشي کولی.

د سږ کال د مارچ په میاشت کې د ایس یو چارواکې مېتیو البنس این پي ار ریډیو ته وویل چې ایس یوازې د هغه خلکو خلاف اقدامات کوي چې قامي سلامتیا، د ولس خېر ښېگړې او د هېواد سرحداتو ته خطر راولاړوي. مېتیو زیاته کړه چې ادار یې د تنقیدي بیانونو په سر د چا خلاف گامونه نه اخلي.

مایگرنټ جسټس د خواري کښو د حقونو دپاره کار کوي او د امریکې نه د خلکو د ویستلو یا ډیپورټیشن خلاف مهمونه هم چلوي. تنظیم په ورمانټ ریاست کې خلکو دپاره د موټر چلولو اجازت نامې یا د لایسنسونو په جوړولو کې هم مرسته کوي، که دغه خلک په امریکا کې په قانوني توگه د پاتې کېدو اسناد لري او که نا؟ او په امریکې کې د گڼ شمېر نورو تنظیمونو په رنگ چې په غېرقانوني توگه موجودو خلکو د حقونو دپاره کار کوي او د مایگرنټ جسټس هم ځینې غړي په امریکا کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په امریکا کې په غېرقانوني توگه موجودو خلکو د نیولو او د هېواد نه د ویستلو یا ډیپورټیشن عمل تند کړی دی او مایگرنټ جسټس عدالت ته خپل خواست ویلي په تېرو ١٨ میاشتو کې یې ځینې غړي ډیپورټ کړی شوي دي، یعني د امریکې نه ویستل شوې دي.

په خپل خواست کې مایگرینټ جسټس ویلي د تنظیم خلاف د حکومت اقدامات د صدر ټرمپ د حکومت نه وړاندې د کال ٢٠١۴ راهسې شروع شوې دي.

که څه هم د مایگرنټ جسټس خواست نوی دی خو کومه مسله چې تنظیم راپورته کړي ده، نوي نه ده.

د شهري حقونو یو بل تنظیم امریکن سول لېبرټیز یونین یا ای سي اېل یو هم ویلي چې ایس یې کارکونکي په هدف کړي. ای سي اېل یو په کال ٢٠١٧ کې د ایس خلاف په عدالت کې مقدمه پېل کړې ده چې لا روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG