د امریکې د قامي سلامتیه ادارې هوم لېنډ سکیورټي مشر الېهانډرو مېیورکس ویلي د مېکسیکو سره د هېواد پوله محفوظه او تړل شوي ده.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ښاغلي مېیورکس دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې د امریکې سرحد ته د مرکزي امریکې نه د کډوالو راتګ دوام لري او که د کډوالو د راتګ کچه په هم دغه رفتار جاري وي نو تعداد به یې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لوې زیاتې کچه ته ورسیږي.
په امریکا کې دا وخت ۱۵۰۰۰ داسې ماشومان دي چې مېندې او پلرونه ورسره نیشته او مېیورکس وویل په ځای د دې چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت په څېر دغه ماشومان بېرته ستانه کړي امریکا د خپلو قوانینو دلاندې پابنده ده چې د دغو ماشومانو خیال وساتي.
د فاکس ټېلې وژن سره د اتوار، يکشنبې، په ورځ مرکه کې مېیورکس وویل د صدر ټرمپ حکومت د امریکې د پناه اخیستلو نظام تباه کړی و. هغه وویل د دې خبرې حوصله افزايي نه کوي چې کورنۍ دې خپل بچي دې امریکې ته راولېږي خو که دغه ماشومان امریکې ته داخل شي نو څو ورځې به یې خیال ساتل کېږي، بیا خپلوانو ته او داسې خلکو ته ولېږل شي چې پام یې ساتلی شي.
د وي او ای رپورټ وايي بالغ کسان یا کورنۍ چې د امریکې سرحد ته ځانونه رارسوي د امریکې د تګلارې سره سم بېرته ولېږل شي.
صدر جوبایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل اراده لري چې څه وخت د مېکسیکو سره پولې ته ورشي. هغه وویل حکومت یې دا خبره یقیني کول غواړي چې په امریکا کې سیاسي پناه اخیستونکي دې په خپلو ملکونو کې امریکې نه د پناه خواست وکړي.
د وي او ای رپورټ وايي دوه میاشتې وړاندې د واک ترلاسه کولو وروسته صدر بایډن په هغه دیوال کار بند کړو چې پخواني صدر ټرمپ د مېکسیکو په پوله شروع کړی و. صدر بایډن ویلي وو د مهاجرت په اړه په د انسانیت په بنیاد تګلاره خپلوي.
که څه هم صدر بایډن په هانډورس، ګوېټلې مالا او السېلوډور ملکونو کې د خلکو نه غوښتلي چې په خپلو هېوادونو کې دې پاتې شي د وي او ای رپورټ وايي د هغه په تګلاره کې د بدلون له امله په زرګونو خلکو د مېکسیکو دلارې د امریکې په لورې د مشکلاتو نه ډک سفر شروع کړی دی.
رپورټ وايي امریکې ته د کډوالو د راتګ سفر د ډانلډ ټرمپ د حکومت ختمېدو نه نهه میاشتې مخکې شروع شوی و خو د صدر بایډن په حکومت کې پکې اضافه شوي ده.
د حکومتي شمېرو ترمخه د ډسمبر د میاشت پورې امریکايي مامورینو د مېکسیکو په سرڅد ۷۴۰۰۰ کډوال ودرولي وو خو د فېبرورۍ په میاشت کې دغه تعداد یو لک ته ورسېدو. او په دغو ورستیو دوو میاشتو کې امریکې ته د یوازې راتلونکو ماشومانو شمېر د ۵۰۰۰ نه ۹۴۰۰ ته ورسېدو.
د وي او ای رپورټ وايي غېرقانوني مهاجرت د صدر بایډن د حکومت دپاره سر خوږی جوړ شوی دی. او د حزب اختلاف ریپلېکن پارټۍ سېنټر ټام کاټن ویلي صدر بایډن هغه تګلاره ختمه کړې ده چې د لاندې یې غیرقانوني کډوال په مېکسیکو کې پاتې کېږي. "سرحد اوس ازاد دی."
سېنټر کاټن وویل صدر بایډن هغه موثره تګلاره ختمه کړي چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په ځای کړې وه.