لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکي او هندوستان دفاعي همکاري د زیاتولو په موضوع خبرې کړي


سېنګ سره د ملاقات وروسته، اسټن د هندي وزیر ستاینه وکړه او ويې وېل چې هغه د دواړو ملکونو ترمنځ همکارۍ، مشترکه مشقونو او د ټېنکالوجۍ د شریکولو دپاره لاره هواره کړې ده
سېنګ سره د ملاقات وروسته، اسټن د هندي وزیر ستاینه وکړه او ويې وېل چې هغه د دواړو ملکونو ترمنځ همکارۍ، مشترکه مشقونو او د ټېنکالوجۍ د شریکولو دپاره لاره هواره کړې ده

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د ګل، دوشنبې، په ورځ په نوي دلي کې هندي هم منصب راجنات سېنګ سره د دفاع په برخه کې د دواړو ملکونو د همکارۍ د زیاتولو په موضوع خبرې وکړې.

د اسټن او د سېنګ ملاقات په داسې حال کې شوی چې د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي څو هفتې وروسته واشنګټن ته تلونکی دی.

د ملاقات وروسته، سېنګ په ټوېټر خپل وویل د هغه او د اسټن د خبرو مرکز سټرېټيجېک مفادات او د سېکیورټي په مد کې زیاته همکاري وه.

سېنګ وویل د هند او پېسېفېک سیمه کې ازادي او د قانون د عملدارۍ دپاره د هندوستان او امریکې همکاري انتهايي ضروري ده او په دې لړ کې ارمریکي سره همکاري نوره مضبوطولو ته کتنه کوي.

سېنګ سره د ملاقات وروسته، اسټن د هندي وزیر ستاینه وکړه او ويې وېل چې هغه د دواړو ملکونو ترمنځ همکارۍ، مشترکه مشقونو او د ټېنکالوجۍ د شریکولو دپاره لاره هواره کړې ده.

مودي به د جون په ۲۲ نېټه د امریکې دروه کوي.

د چین د مخنیوي د کوښښونو په لړ کې امریکې هندوستان تعلقات ژور کړي دي.

یادونه: د وي او ای د دې خبر معلومات د روېټرز او ای پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG