لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کیرې د هندي خارجه وزیر سره په سیمه ایز امنیت، اقتصاد خبرې کړې دي

د اتوار په ورځ، هندوستان ته د رسیدو ورسته، جان کیري ویلي وو هندوستان کال ٢٠١۴ کې افغانستان کې کیدونکو عامو انتخاباتو کې اهم کردار ادا کولی شي. جان کیري وویل هندوستان د افغان حکومت سره په انتخابي نظام کې د اصلاحاتو او د شخړو هواري لپاره د چوکاټ برابرولو  په لړ کې لاس امداد کولی شي
د اتوار په ورځ، هندوستان ته د رسیدو ورسته، جان کیري ویلي وو هندوستان کال ٢٠١۴ کې افغانستان کې کیدونکو عامو انتخاباتو کې اهم کردار ادا کولی شي. جان کیري وویل هندوستان د افغان حکومت سره په انتخابي نظام کې د اصلاحاتو او د شخړو هواري لپاره د چوکاټ برابرولو په لړ کې لاس امداد کولی شي
د امریکې خارجه وزیر جان کیرې د هندوستان د سفر په مهال د گل نوي دلي کې د گل په ورځ هندي خارجه وزیر سلمان خورشید سره د سیمې امنیت او اقتصادي تعلقاتو په حقله خبرې اترې کړې دي.
د هندوستان خارجه وزارت ویلي جان کیري او سلمان خورشید د امریکې او هندوستان د تعلقاتو په دریو بنیادي ټکو خبرې اترې کړې دي چې پکې سیمه کې امنیت، اقتصاد او د ټیکنالوجۍ مدونه شامل دي.
د هندي خارجه وزیر سره د لیده کاته ورسته، جان کیري په خارجي کچه د هندوستان د کردار ستائنه ووکړه او جنوبي ایشیا کې د امن و امان لپاره د امریکې او د هندوستان شریک نظر په گوته کړو.
جان کیري وویل امریکا او هندوستان دواړه د یو متحد او پاثباته افغانستان ملاتړ کوي او دا چې واشنگټن افغانستان سره د هندوستان د اقتصادي مرستې ډله کوي.
د اتوار په ورځ، هندوستان ته د رسیدو ورسته، جان کیري ویلي وو هندوستان کال ٢٠١۴ کې افغانستان کې کیدونکو عامو انتخاباتو کې اهم کردار ادا کولی شي. جان کیري وویل هندوستان د افغان حکومت سره په انتخابي نظام کې د اصلاحاتو او د شخړو هواري لپاره د چوکاټ برابرولو په لړ کې لاس امداد کولی شي.
جان کیري په هندوستان غږ ووکړو چې په موسمونو کې د بدولون په لړ کې هم د نړې والې ټولنې سره مرسته ووکړي.
امریکا د خپلو مصنوعاتو لپاره د هندوستان مارکیټ ته زیاته رسائي غواړي په بدل کې د هندوستان خواهش دی چې امریکا دې خپل امیگریشن نظام کې د هندوستان اعلا تعلیم یافته او هنرمندو شهریانو لپاره امریکا کې د روزگار په خاطر نرمي پیدا کړي.
جان کیري د اتوار په ورځ قطر نه هندوستان ته رسیدلی دیږ قطر کې جان کیري د امریکې اتحادیانو سره د شام او افغانستان کې طالبانو سره د ممکنه مذاکراتو په موضوع خبرې اترې کړې دي.
د نهې په ورځ به جان کیري د هندوستان نه سعودي عرب ته روانیږي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG