لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نرندره مودي: د کشمیر په فیصله هغه خلک نه دي خوشحال چې خپل ملک هم نشي سنبالولی


صدر ټرمپ او وزیراعظم مودي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د امریکې په ټېکسس ریاست کې په یوې لوې جلسې کې گډون وکړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې همکارۍ زیاتولو ژمنه یې وکړه.

په ټېکسس کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د غونډې انتظام په امریکا کې میشته هندوستانې ټولنې کړې و او وېل کېږي چې پکې د ٥٠٠٠٠ نه زیاتو کسانو شرکت وکړو.

صدر ټرمپ او وزیراعظم مودي په سټېج ته یواځای راغلل.

غونډې ته خپل تقریر کې هندي وزیراعظم پاکستان ته په ښکاره اشاره وویل چې د کشمېر خصوصي حېثیت د ختمولو د فیصلې پرشا علت دا و چې د کشمیریانو لپاره یې د نور هندوستان پشان یو رنگ حېثیت غوښتو.

هندي وزیراعظم زیاته کړه "ځما د دې اقدامات په ځینو خلقو راست نه راځي د چا نه چې خپل هیواد نه سنبالیږي او د چا کار چې د ترهگرۍ تربیه کول دي. دغې خلقو د هند نه کرکه خپله سیاسي اېجنډا گرځولې ده."

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم په خپله وینا کې د ترهگرۍ او تندروۍ په اړه خبرې وکړې.

صدر ټرمپ د "هاوډي مودي" د عنوان د لاندې جوړې غونډې ته وویل " مونږ د بیگناه خلکو ژوند ته د تندروه اسلامي ترهگرۍ لخواه راپیښو خطرونو مخنوي لپاره ژمن یو."

د ټیکسس اېن ار جي سټیډیم نه بهر مظاهره چیان هم راغونډ شوې وو چې د کشمیر په سر د هندي پالیسو خلاف یې نعرې پورته کولې او ویل یې "کشمیر دې ازاد کړې شي". دغه مذاهرهچیانو په نریندر مودي د مذهبي ازادۍ سرغړونو تورونو نعری هم وهلې.

د امریکا په ټیکسس ایالت کې میشته امریکایان د روغ بړ یا بل تن ته د "ښه چارې" دپاره "هاوډي" وايي او د "هاوډي مودي" نومې غونډې په اړه ویل کیږي چې د عیسا یانو د روحاني مشر پاپ نه پس د مودي دغه جلسه د یو غیر ملکي رهنما تر ټولو لویه غونډه وه.

هندي وزیراعظم سره د ټولو امریکنیانو اتفاق په خاطر د جلسې منتظمینو د امریکا ډیموکریټ پارټۍ غړي هم رابللې وو او په کانگریس کې په دویم نمبر غټ ډیموکراټ سټېن هوئر په دغه موقع ویل د امریکا دواړه پارټۍ غواړي چې هندوستان سره مظبوطې اړیکي برابر کړي خو په هند کې د مذهب د ازادۍ او بشري حقونو په حال یې خپلې اندیښنې هم څرگندې کړې.

د امریکا صدارت څوکۍ لپاره امیدوار برني سېنډرز چې دغه جلسه کې نه و خو د خپل اړخ نه جاري بیان کې یې په صدر ټرمپ نیوکې وکړې چې د کشمیر په حال یې ځان غلی کړی.

برني سېنډرز ویل، ماته علم دې چې د صدر ټرمپ په مذهبي کرکې، د مذهب په بنیاد څوک په نښه کولو او دوی باندې ظلمونه کولو باندې غلې کیدلو نه د نړۍ امرانو ته دا پیغام ځي چې کوۍ چې څه کوۍ ځکه چې تاسو به بچ پاتې کیږۍ.

نریندر مودي د جلسې په وخت د صدر ټرمپ د پالیسو ستاینه کوله او جلسې له راغونډو کسانو ته یې په واضحه پیغام کې ویل چې په وایټ هاوس کې د دوي دوست ناست دې.

نریندر مودي ویل "په هوسټن کې نن سحر ته د ستری دوستۍ د زړه اواز اوریدلې شئ."

خو د کال 2016 انتخاباتو کې هندي امریکنۍ ټولنې په غټه شمیره کې د صدر ټرمپ د هاغه وخت مخالفې میرمن هیلري کلنټن له ووټونه ورکړي وو.

XS
SM
MD
LG