په افغانستان د طالبانو د واک اختیار ترلاسه کولو وروسته د القاعده او داعش وسله والو يو یوارې بیا نظر افغانستان ته اړولی دی او داسې نښې لیدل کېږي چې د دغو ډلو سله وال افغانستان ته د تګ ارادې لري. دا خبره امریکايي مامورین کوي.
د لوموړنیو رپورټونو ترمخه په تېره هفته کې د وسله والو په خپل منځو کې د خبرو نه دا تاثر اخیستل کېږي چې دوی افغانستان ته د تګ خواهش لري خو د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ځینو وسله والو افغانستان ته سفر شروع کړی دی.
د سي ايی ای ډپټي ډریکټر ډېوډ کوهن افغانستان ته د القاعده د ممکنه حرکت نښې یې لیدل شروع کړي دي.
هغه وویل دا ډېرې ابتدايي ورځې دي خو القاعده اندازً په یو کال کې بیا منظم کېدلی شي. "ظاهره ده، مونږ به په دې د نژدې نه نظر ساتوو."
د وي او ای د رپورټ ترمخه د امریکې استخباراتي مامورینو د القاعده د هغو وسله والو شناخت د ظاهرولو نه ډډه وکړه چې په مبینه توګه افغانستان بېرته روان شوي دي او یا دا چې دغه وسله والو د کومو ځایونو نه روان شوي دي خو په انټرنېټ خپرو ورستیو وډیوز ښيي چې امین الحق، چې د توره بوره په جنګ کې د اوسامه بن لادن سره و، خپل ابايي ولایت ننګرهار ته ستن شوی دی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه افغانستان ته د القاعده او داعش وسله والو د بېرته تګ د خواهش په اړه د سي ايي ای د خبرداري نه مخکې د ترهګرۍ په ضد نورو نړیوالو چارواکو او څېړونکو تشویش څرګند کړی چې افغانستان به یو یوارې بیا د ترهګرو د پناه ځای ډول رابرسیره شي.
غیرملکي وسله وال د افغانستان خوب ويني
حکومتي مامورین او څېړونکي د وسله والو خپلو منځو کې د بحثونو (چېټر) ته اشاره کوي چې پکې وسله وال هغه ځای ته د تګ خواهش کوي چېرته چې د دوی په وېنا امریکې او مغربي نړۍ ماتی خوړلی دی.
په طالبانو، داعش او القاعده د نظر ساتونکي د ملګرو ملتونو د ډلې رابطه کار اېډمنډ فېټن براون د جمعې په ورځ یو انلاین مباحثې ته وویل په دې کې هېڅ شک نشته چې د وسله والو خپلو کې د خبرو موضوع څه دی؟
هغه زیاته کړه چې په وسله والو د "افغانستان به اړه ډیره جذبه" لیدل کیږي.
په واشنګټن کې د مېډل اېسټ انسټېټیوټ څېړنې ادارې چارلز لېسټر په افغانستان کې د داعش د پلویانو د زیاتېدونکي دلچسپۍ په اړه تشویش څرګند کړی دی.
افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا د مکمل کېدو نه مخکې هم د امریکايي استخباراتي ادارو خبرداری کړی و چې خارجي وسله والو افغانستان ته تګ شروع کړی دی.
د وي او ای رپورټ وايي افغانستان نه د انخلا وروسته امریکې او اتحادي ملکونو په افغانستان کې په ځمکني پرمختګونو د نظر ساتلو صلاحیت ختم شوی چې له امله یې ورته صورتحال پېچیده شوی دی.
د سي ايي ای ډپټې ډریکټر ډیوډ کوهن وویل که څه هم په افغانستان کې دوی صلاحیت هغه ډول نه دی چې شپږ میاشتې یا یو کال وړاندې و خو سي ايي ای دا صلاحیت لري چې په هغو طریقو استخباراتي معلومات راټول کړي چې دپاره یې په ځمکه موجودګي ضروري نه وي. هغه پکې "په افق" یا اور د هرایزن ټېکنالوجۍ د استعمال ذکر وکړو چې اشاره یې فضا نه د څارنې نظام ته وه.
د امریکې د ډېفنس انټېلېجنس اېجنسي ډریېکټر لېفټیننټ جنرل سکاټ برییر وویل محتاظ اټکل دا دی چې القاعده "کال دوو" کې امریکې ته د خطر صلاحیت ترلاسه کولی شي.
د ترهګرۍ ضد د غربي ملکونو چارواکي او په سیمه کې موجود امدادي کارکوونکي وايي چې القاعده به د اینده څه وخت دپاره ځان ډیر څرګند نه ساتي او داعش خراسان د تېرې څه مودې راهسې په افغانستان او ګاونډي ملکونو بنیادي اډاڼه جوړوي.