لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني کې د جان کیري او د جواد ظریف لیده کاته


ارک کې د ایران یوه ایټمي ودانۍ
ارک کې د ایران یوه ایټمي ودانۍ
د امریکې خارجه وزیر جان کیري او د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د جرمني برلن ښار کې د یوې نړي والې غونډې په غاړه لیده کاته کړې دي او د ایران ایټمي پروگرام په مسله يي خبرې اترې وکړي.
د امریکا د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ یو چارواکې ویلي دواړو وزیرانو د ایران او شپږو نړي والو قوتونو په منځ کې د تهران د ایټمي پروگرام باندې د مکمل معاهدې په اړه کیدونکو مذاکراتو په هکله خبرې اترې کړې دي. مذاکرات په جنیوا کې هم دا میاشت کیدونکې دي.
ایران او د شپږو نړي والو قوتونو په منځ کې د نومبر په میاشت کې ابتدائي معاهده شوي ده چې په عارضي توگه يي د ایران لانجمن ایټمي پروگرام منجمد شوی دی او په بدل کې په ایران پابندۍ نرمې شوي دي.
د معاهدې په شپږو میاشتو کې به مرکچیان د اوږدې مودې د پاره یوه مکمل معاهده پرځائې کولو د پاره کار کوي چې د تیرو څو لسیزو راهسې د ایران او غربي قوتونو په منځ کې د ایران د ایټمي پروگرام په سر جمود ختم کړی شي.
د سټیټ ډپارټمنټ چارواکې وویل جان کیري په نیک نیتۍ د مذاکراتو او د ایران د معاهدې ضرورت په گوته کړو. جان کیري وویل امریکا به په ایران لگول شوي پابندۍ پرځائې ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG