لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران د اېټمي معاهدې د بحالۍ دپاره خبرې په ویانا کې شروع کېږي


د ایران د اېټمي معاهده په اړه په کال ۲۰۱۴ کې د خبرو یو تصویر
د ایران د اېټمي معاهده په اړه په کال ۲۰۱۴ کې د خبرو یو تصویر

د ایران د اېټمي پروګرام په سر د کال ۲۰۱۵ نړیواله معاهده د بحالولو دپاره خبرې د نهې، سه شنبې، په ورځ به ویانا کې شروع کېږي.

د امریکا خارجه وزارت ویاند نېډ پرايس ویلي دي د ایران لپاره د امریکا خصوصي استاذی رابرټ مېلي به د امریکايي پلاوي مشري کوي.

د ایران مرکچي پلاوی هم په ویانا کې موجود دی. خو دایران لخوا د خبرو اترو د مرکچیانو پېژندګله تر اوسه نه ده شوې.

د امریکا خارجه وزارت ویلي دي چې په ویانا کې د امریکا او ایران ترمنځه د کال 2015 د اېټمي تړون چې ورته ګډ کاري کوټلی منصوبه هم ویلي کېږي، د بحالۍ لپاره کېدونکو په دې خبرو اترو کې به د چین، برتانیه، روس، جرمني او فرانس سفارتکاران هم موجود وي.

دغه هېوادونه په دې لټون کې دي چې امریکا اېټمي تړون او ایران د لوظنامې ټولو شرطونو منلو ته بېرته راولي.

د امریکا خارجه وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې د ایران او د معاهدې د نور غړو سره د خبرو لپاره به یورپین یونین بیلا بیلې ډلې دې ته خاص پام کوي چې د اېټمي لوظنامې بحالۍ لپاره ایران د معاهدې ټولو شرطونو منلو او امریکا په ایران بندېزونو ختمولو او ګډ کاري کوټلې منصوبې ته بېرته ور دننه کړي.

تر اوسه د خبرو اترو لپاره کوم خاص ځای نه دی ټاکلی شوې خو د وي او ای فارسۍ څانګې د یو رپورټ ترمخه د خبرو اترو د ځای لپاره د اسټریا هېواد سرښار ویانا کې دوه هوټلې امپریل او ګرېنډ په ممکنه توګه ویلی کېږي ځکه چې هم په دغه ځایونو کې په یو هوټل کې ایراني سفارتکاران او ورته مخامخ په بل هوټل کې د نورو هېوادونو سفارتکاران په تګ راتګ لیدلی کېږي.

د ایران خارجه وزارت ویاند سعید خطیبزاد د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي دي چې ایران به دې ته پام کوي چې امریکا ورباندې بندېزونه اوچت کړي کوم چې دده د خولې ظالمانه دي او وايي دې ته به ګوري چې امریکا څنګه یو په یو دغه بندېزونه لرې کوي او زیاتوي بیا به ایران هم پوره شرطونه ومني چې معاهده بحال شي.

خطیبزاد زیاتوي چې مونږه به یواځې په هغه صورت کې څه ګام پورته کوو چې امریکا ترې بندیزونه لرې کړي نو بیا به ایران هم د یورینیم غني کولو لپاره د پورته کړی شوو محتاطه ګامونو نه پشا شي.

خو د غربي هېوادونو ځیني کارپوهان وايي چې ایران په دې وروستیو کې کوم حساسه اېټمي صلاحیتونو کې پرمختګ کړی دی د هغې نه په اسانه نشي پشا کېدلی.

نېډ پرایس د ویانا خبرو نه تمې کمې ساتي او وايي چې امریکا ددې خبرو نه څه د زر پرمختیا تمه نه لري.

هغه ویلي دا به ګرانې خبرې وي خو وايي چې د ایران او نورو همکارانو سره به دا خبرې د پرمختیاره لپاره ګټه ور ګام وي.

د ایران خارجه وزارت ترجمان تکرار کړې چې د امریکا سره به نېغ په نېغه خبرې نه کوي او د امریکا خارجه وزارت ویاند نېډ پرایس بیا ویلي دي چې د ایران سره د نېغ په نېغه خبرو تمه نه لري خو بیا هم غواړي چې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG