لاس رسیدونکی لینک

 
جواد ظریف: صدر ټرمپ دې د دړکو پرځای احترام زدکړي
تازه خبر

جواد ظریف: صدر ټرمپ دې د دړکو پرځای احترام زدکړي


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ نه یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا امریکا د ایران سره د جنگ په لورې روانه ده نو ډانلډ ټرمپ وویل هغه "امید نه کوم چې داسې وشي."
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ نه یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا امریکا د ایران سره د جنگ په لورې روانه ده نو ډانلډ ټرمپ وویل هغه "امید نه کوم چې داسې وشي."

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د گل، دوشنبې، په ورځ وویل د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ دې د دړکو پرځای احترام وازمايي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ صدر ټرمپ د ټوېټر دلارې ایران خبرداره ورکړو که چېرې ایران جنگ غواړي نو دغه به "په رسمي ډول د ایران خاتمه وي."

صدر ټرمپ وویل ایران دې هیڅ کله هم امریکې ته گواښ ور نکړي.

ایراني خارجه وزیر وویل صدر ټرمپ د یوې ډلې چې پکې اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو او د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن شامل دي د فشار دلاندې د داسې هدفو ترلاسه کولو امید کوي چې د هغه نه وړاندې "اشغالگر" پکې ناکامه پاتې شوي دي.

جواد ظریف وویل ایرانیان د پېړیو راهسې د اشغالگرو په ضد ودرېدلي دي "او اقتصادي ترهگري او د قتل عام بېغورونه ایران نشي ختمولی."

داسې ښکارېده چې تېره هفته صدر ټرمپ د ایران په اړه څه قدرې نرمه لحجه خپله کړې وه او ویلي یې وو چې که اېراني مشران ورته ټېلي فون وکړي نو هغه به ورسره خبرو ته تیار شي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ نه یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا امریکا د ایران سره د جنگ په لورې روانه ده نو ډانلډ ټرمپ وویل هغه "امید نه کوم چې داسې وشي."

خو د دې باوجود د امریکې او اتحاديانو او د ایران ترمنځ په تاوتریخوالي کې کمی نه لیدل کیږي.

په عین حال کې په بغداد کې د امریکې سفارتخانې سره نژدې راکټ غورځېدلی دی خو څه مرگ ژوبله یې نه ده رامنځته کړې.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمان وویل داسې ډول حملې به نه برداشت کوي او که چېرې داسې حملې د ایران دپاره جنگېدونکې ډلې کوي نو ذمه واري به یې په ایران اچول کېږي.

تېره هفته د سعودی عرب د تېلو په دوو مرکزونو ډرون حملې وشوي چې سعودي مامورین یې پړه په ایران پلوه هوثي باغیانو اچوي.

امریکا په خلیج فارس کې په څلورو سمند‏ري جهازونو د حملو ذمه واري په ایران اچوي.

سعودي عرب ویلي د ایران راپارونکي گامونه به نه زغمي.

د ایران خبري ادارې د پاسداران انقلاب ځواکونو د مشر حسین سلامي له قوله ویلي هېواد یې جنگ نه غواړي نو د جنگ نه ویریږي هم نه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG