لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

القاعده خلاف جنگ کې امریکې لخوا د عراق ملاتړ


د سپېنې ماڼۍ ترجمان جی کارني
د سپېنې ماڼۍ ترجمان جی کارني
د القاعده وسله والو خلاف د عراق د جگړې د پاره امریکې خپل ملاتړ په داسې حال کې څرگند کړی چې د نهې په ورځ کرکوک ښار کې د پولیسو په تهاڼه د بارودو نه ډک تړک په حمله کې دوه کسان وژل شوي او څلویښت نور زخمیان شوي دي.
د نهې په ورځ حمله د تشدد د تازه کړۍ برخه ده چې په ورستي کلونو کې يي عراق کې بیا سر راپورته کړی دی. د اتوار په ورځ رمادی ښار کې د عراقي امنیتي ځواکونو او القاعده سره تړلې وسله والو په جنگ کې څلوردیرش کسان وژل شوي وو.
د گل په ورځ د عراق وزیراعظم نوري المالکي وویل پوځ به جنگ ځپلې ښار فلوجه کې د وسله والو خلاف کاروائي شورو کوي. هغه د ښار په وسیدونکو او قبائیلي مشرانو غږ وکړو چې وسله وال دې د ښار نه وباسي. د نوري المالکې د اعلان ورستو گڼ شمیر کورنۍ نه فلوجه نه وتلې دي.
امریکې د القاعده خلاف جنگ کې د عراق ملاتړ د گل په ورځ تکرار کړو او وې ویل عراق ته د پوځي ساز او سامان په رسد کې به چټکتیه راولي.
د سپنې ماڼۍ ترجمان جی کارني وویل سږ کال به عراق ته د څارني د پاره نور ډرون جهازونه او هل فائر مزائیلې ورکوي او د القاعده خلاف د جگړې مشري به عراق خپله کوي.
فلوجه ښار د عراق په سني اکثریتي صوبه انبار کې پروت دی چرته چې د شعیه مسلک سره تعلق لرونکې نورالمالکي حکومت څه ډیر پلویان نه لري.
سنیان په حکومت الزام لگوي چې ددوي حقوق يي نظر انداز کړې او په سیاسي توگه يي دوي یو خوا ته کړې دي. بلخوا عراقي چارواکې وايي سنیان هیواد کې د ترهگرۍ پشا دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG