لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روېټرز: عراق نه د امریکايي ځواکونو په ستنېدو د عراق او د امریکې مفاهمت شوی


امریکا دا وخت په عراق کې قریباً ۲۵۰۰ او په شام کې ۵۰۰ عسکر لري چې د ۲۰۱۴ د هغه نړیوال اتحاد برخه ده چې په دواړو ملکونو کې داعش خلاف د جنګ دپاره جوړ شوی دی
امریکا دا وخت په عراق کې قریباً ۲۵۰۰ او په شام کې ۵۰۰ عسکر لري چې د ۲۰۱۴ د هغه نړیوال اتحاد برخه ده چې په دواړو ملکونو کې داعش خلاف د جنګ دپاره جوړ شوی دی

امریکا او عراق په هغه منصوبه مفاهمت ته رسېدلي چې ترمخه به يې د امریکې په مشرۍ کې اتحادي ځواکونه د عراق نه وځي. دا خبر روېټرز خبري ادارې د سرچینو له قوله د جمعې په ورځ ورکړو.

د مفاهمت دلاندې په سلګونو غېر ملکي عسکر به د کال ۲۰۲۵ د سېپټمبر د میاشت پورې د عراق نه انخلا کوي او باقي پاتې ځواکونه به د کال ۲۰۲۶ تر اخېره پورې د عراق نه مکمله ووخي.

سرچینو روېټرز خبري ادارې ته وویل عراق نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په اړه په پراخه کچه اتفاق شوی دی خو په اړه د بغداد او د واشنګټن د حتمې فېصلې او د تاریخ ټاکل کېدو د اعلان انتظار دی.

یو اعلا امریکايي چارواکي روېټرز خبري ادارې ته وویل معاهده شوې ده خو سوال دا دی چې د دې اعلان کله وکړی شي.

امریکا او عراق غواړي چې یو نوی مشاوراتي تعلق قایم کړي چې ترمخه يې د انخلا وروسته هم ځینې امریکايي عسکر په عراق کې پاتې شي.

سرچینو وویل ټاکل شوې وه چې د معاهدې اعلان به څو هفتې مخکې خو د اسرایل او حماس د جنګ دلاسه په سیمه کې تاوتریخوالي د زیاتېدو او ځینې تفصیلاتو حل کولو دپاره وځنډول شو.

ګڼ شمېر سرچینو وویل عراق نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه اعلان دا میاشت هم کېدلی شي.
فرهاد علا الدین، د عراقي وزیراعظم د بهرنیو چارو مشیر، وویل عراق نه د اتحادي ځواکونو د ستنېدو په اړه واشنګټن سره ټېکنیکل خبرې اترې سر ته رسېدلي دي.

علا الدین په دې اړه نور څه تفصیل وړاندې نه کړو او د امریکې په مشرۍ کې اتحادي ځواکونو د روېټرز ایملونو ته جواب و نه وېلو.

د عراقي وزیراعظم شیعه السوډاني حکومت شپږ میاشتې وړاندې واشنګټن سره عراق نه د امريکايي ځواکونو د انخلا په اړه خبرې اترې شروع کړې وې په داسې حال کې د ایران حمایت یافته عراقي مسلح ډلو په عراق کې د امریکايې ځواکونو په مرکزونه حملې هم کولې.

د راکټو او ډرون حملو کې درې امریکايي عسکر وژل شوي او په لسګونو نور زخمیان شوي دي. د دې په نتیجه کې اتحادي ځواکونو جوابي حملې کړي دي.

امریکا دا وخت په عراق کې قریباً ۲۵۰۰ او په شام کې ۵۰۰ عسکر لري چې د ۲۰۱۴ د هغه نړیوال اتحاد برخه ده چې په دواړو ملکونو کې داعش خلاف د جنګ دپاره جوړ شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG