لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په عراق او شام کې د ایران پلوه حزب الله برېګېډ مرکزونه په نخښه کړي


د امریکا د دفاع وزارت ترمخه امریکايي پوځ په شام او عراق کې ایران پلوه حزب الله برېګیډ ملیشا په مرکزونو بریدونه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جونتن هفمین تر مخه امریکا په عراق او شام کې د هغه ملیشا عسکرو په مرکزونو بریدونه ترسره کړي په چا چې د یو امریکايي شخصي کارکونکي د وژلو تور وو.

د ویاند جونتن هفمین تر مخه امریکايي عسکرو دغه رسا عملیات د حزب الله بریګیډ په مرکزونو کړي. دغه عراقۍ ډلې ته د ایران ملاتړ ترلاسه دی.

امریکا په دغه ډلې تور لګوي چې د جمعې په ورځ يې د شمالي عراق په کرکوک ښار په یو راکټي برید یا حمله کې د امریکا دفاع وزارت لپاره کارکونی وژلی. د چارواکو په وینا په دغه برید کې نژدې 30 راکټې ویشتل شوې وې.

د امریکا دفاع وزارت د دغه بریدونو نور څه تفصیل نه دی ورکړی خو زیاتوي چې امریکايي عسکرو د دغې ډلې په عراق کې درې او په شام کې په دوو مرکزونو بریدونه کړي او په دغه بریدونو کې وسله او د یادې ډلې د کمانډ او کنټرول نظام په نخښه کړی. د دفاع وزارت ویان زیاته کړې چې د امریکايي بریدونو سره به په عرقي حکومت او امریکایانو د دغې ډلې د بریدونو کولو توان کم شي.

په عراق کې فعاله حزب الله بریګېډ د لبنان حزب الله ډلې نه یوه جلا ډله ده چې د عراق حکومت لخوا بندیز لګیدلي ملیشا ډلو یا پاپولر موبلاېزېشن فورس لاندې کار کوي. په دغه ډلو کې د ګڼو سره د ایران مرستې ورسره دي.

د پاپولر موبلاېزیشن فورس یو مشر غړي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په امریکايي بریدونو کې د بریګېډ لږ تر لږه ۱۲ جنګیالي وژل شوي. خو د دغه غړي د دعوې د ازادو سرچینو نه پخلی نه دی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG