لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق غوښتلي امریکا دې ورسره د امریکايي ځواکونو په انخلا خبرې وکړي، واشنگټن یې خواست ردی


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د عراق دغه غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې که چیرې امریکايي ځواکونو ته عراق نه د وتلو وویل شو نو امریکا به په عراق اقتصادي پابندۍ ولگوي

د عراق موقتي وزیراعظم غوښتلي چې واشنگټن دې ورسره عراق نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په تگلاره خبرې وکړي خو د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د جمعې په ورځ د عراق دغه خواست ردکړو او ویې وېل د ځواکونو د انخلا پرځای پکار ده چې دواړه ملکونه همکارۍ ته ژمنه تکرار کړي.

د جنورۍ په دریمه نېټه په عراق کې د امریکې په ډرون حمله کې د ایران د القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني د وژل کېدو وروسته ایران پلوه عراقي ډلو د امریکې په ضد مظاهرې وکړې او د عراق پارلېمټ یو قرارداد منظور کړو چې پکې هیواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه شوي ده.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د عراق دغه غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې که چیرې امریکايي ځواکونو ته عراق نه د وتلو وویل شو نو امریکا به په عراق اقتصادي پابندۍ ولگوي.

د عراق موقتي وزیراعظم عادل عبدالمهدي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو سره خبرې وکړي او د عراقي وزاعظم دفتر وویل عادل عبدالمهدي وویل په جنرل سلېماني حمله د عراق د خپلواکۍ او د امریکې او عراق د امنیت د لوظنامو خلاف ورزي وه.

د عراقي وزیراعظم دفتر په یو بیان کې وویل عراقي وزیراعظم د امریکې د خارجه وزیر نه ووغوښتل چې عراق نه د امریکايي ځواکونو د ویستلو په لارو چارو د خبرو دپاره دې عراق ته امریکايي مامورین راولېږي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه د عادل عبدالمهدي دفتر په بیان کې وویل "عراقي وزیر اعظم (مایک پامپېیو ته) وویل امریکايي ځواکونه عراق ته داخل شوي او د عراقي مامورینو د اجازت نه بغیر ډرون الوزوي، او دا د دوه اړخیزه معاهدو خلاف ورزي ده."

عادل المهدي ویلي هغه د خپل هېواد د خپلواکۍ د خلاف ورزۍ غندنه کوي که امریکا او که ایران یې کوي.

ای پي وايي د امریکې سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت د عراقي وزیراعظم غوښتنه رد کړه او ویې وېل چې داعش ته ماتی ورکولو دپاره په عراق کې د امریکايي ځواکونو موجودگي ضروري ده او د امریکايي ځواکونو په انخلا به د عراقي حکومت سره خبرې نه کوي.

مایک پامپېیو هم د جمعې په ورځ وویل امریکايي ځواکونه به د عراقي عسکرو او د داعش خلاف خپل مشن جاري ساتي.

مایک پامپېیو په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل " (په عراق کې) زمونږ مشن واضح دی. مونږ د تربیي مشن ترسره کوو چې عراقي ځواکون کامیاب شي او د داعش خلاف عملیات جاري وساتي."

مایک پامپېیو وویل امریکا به په عراق کې دغه مشن جاري ساتي.

د مایک پامپېیو د خبرو نه وړاندې هم د جمعې په ورځ د هغه ترجماني مورگېن اورټاگس وویل که چېرې عراق ته کوم امریکايي پلاوی لېږل کېږي نو دا به په انخلا خبرې نه کوي بلکې په دې موضوع به خبري کوي چې دواړه ملکونه خپلې سټرېټینجک همکارۍ ته خپلې ژمنې څه ډول تکرارولی شي.

د جنرل سلېماني سره د امریکې په ډرون حمله کې د عراق د ملېشا ځواکونو یو لوړ رتبه کمانډر ابو مهدي المندس هم وژل شوی دی.

د عراقي پارلېمنټ په قرارداد کې په حکومت غږ شوی چې امریکې نه دې غوښتنه وکړي چې ځواکونه د عراق نه ووباسي.

امریکا دا وخت په عراق کې٥٢٠٠ ځواکونه لري چې د داعش خلاف جنگ کې د عراقي ځواکونو تربیه او ملاتړ کوي.

امریکايي مامورین په ایران د عراق په کورنیو چارو کې د لاس وهنې الزام لگوي او څېړونکي گڼي که چېرې امریکايي ځواکونو د ایران څخه وځي نو په عراق کې به د ایران کردار لا نور هم زیات شي.

د عراق د پارلېمنټ کرد او سني غړي د امریکايي ځواکونو د انخلا حمایت نه کوي او د پارلېمنټ د قرارداد مخالفت کوي او گڼي چې په هیواد کې د امریکايي ځواکونو موجودگي د ایران او د شیعه اکثریت د غلبي نه دوی محفوظ ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG