د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري به د راتلونکې هفتې په شورو کې د بنگله دیش دوره کوي او د ترهگرۍ د مخنوي لارې چارې به هغه اهمه موضوع وي چې جان کیري به يي په ډهاکه کې د بنگله دیشي مامورینو سره راپورته کوي.
د جولايي په میاشت کې داعش په ډهاکه کې په یوې چای خانې د حملې ذمه واري واخیسته چې پکې ٢٠ کسان وژل شوي وو. په وژل شوو کې ١٧ کسان غیرملکیان وو.
په بنگله دیش کې په انتهايي منظمه توگه د ترهگرۍ په حملو کې غیرملکیان، بلاگ لیکونکې او د مذهبي اقلیتونو غړي په نښه شوې دي. په یو داسې هیواد کې چې په مذهب د کلکې عقیدې ترڅنگ د برداشت روایات هم لري، دا پریشان کونکی رجحان دی.
وزیراعظمه شیخ حسینه واجد په هیواد کې د ترهگرۍ پړه د کور دننه په تندوره ډلو اچوي.
په واشنگټن کې د هیریټج فاونډیشن څیړنکاره لیزه کرټس وايي د شیخ حسینې حکومت په ملک کې د ترهگرۍ مسلې نه لکه د شطر مرغ خپل سر په شگو کې ورکړی دی. مسله د تیرو څو کلونو راهسې موجود ده خو په ځای ددې چې په هیواد کې د تندورۍ مسله ومنلی شي، حکومت يي زمه واري په سیاسي مخالفینو اچوي.
په واشنگټن کې د بنگله دیش سفیر محمد ضاالدین وايي هیواد يي په اینده کې د خپلو دشمنانو خلاف جنگ ته تیار دی، که دا مخالفین د داعش او که د القاعده د اثر دلاندې دي.
په بنگله دیش کې ترهگرۍ د مخنیوي دپاره خپله بنگله دیش، هندوستان او امریکا په مستقل ډول د استخباراتي معلوماتو تبادله کوي او ویل کیږي هم ددې همکارۍ نتیجه ده چې د گڼ شمیر حملو مخه په ابتدايي پړاو نیول شوي ده.
د بنگله دیش سفیر محمد ضاالدین وايي د استخباراتو معلوماتو د تبادلې په وجه بنگله دیش د خفیه ډلو په بیخ ویستلو کې کامیاب شوی دی.
د لیزه کرټس په رنگ د بنگله دیش په چارو نظر تاستونکاران وايي هیواد نه یوازې دا چې د ترهگرۍ د خطر سره مخامخ دی بلکه د مذهبي انتهاپسندانو او د سیاست او حکومت نه مذهب بهر ساتونکو یا سیکولر عناصرو ترمنځ د نظریاتي اختلاف خلیج هم په پراخیدو دی.
لیزه کرټس وايي وزیر خارجه جان کیري ته پکار دي چې وزیراعظمې شیخ حسینه ته دا خبره واضحه کړي چې ترڅو د حکومت او حزب اختلاف سره سیاسي مکالمه او نشي نو د تندورۍ خلاف په قامي کچه اتفاق رای نشي قائمیدی او د هیواد دپاره حقیقي خطر هم دغه مسله ده.
د گل یا دوشنبې په ورځ د بنگله دیش په سرښار ډهاکه کې د جان کیري د وینا به خپله په بنگله دیش کې او د هیواد نه بهر ډیر په غور جاج اخیستلی کیږي او کتنه به دا وي چې ایا د کیري دا سفر ترهگرۍ خلاف د امریکا او بنگله دیش همکاري نوره هم په مخکې بیايي او که نا؟