د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي هیواد يي د القاعده وسله والو خلاف جنگ کې ښکیل د عراقي ځواکونو ملاتړ کوي خو عراق ته به بیا پوځ نه لیږي.
جان کیرې دغه خبره د اتوار په ورځ په داسې مهال کړې چې د القاعده سره تړون لرونکو وسله والو د انبار صوبې په فلوجه ښار باندې قبضه کړې ده او ښار يي د خپل ولقې د لاندې راوستی دی.
جان کیري وویل امریکا به عراق ته عسکر نه لیږي. هغه وویل عراق کې جنگ کې د هیواد خپله جگړه ده او واشنگټن په عراق کې په مزکه د عسکرو پرځائې کولو څه منصوبه نه لري.
جان کیرې خپله وینا یروشلم کې سعودي عرب او اردن ته د روانیدو وړاندې وکړه. په دغه هیوادونو کې به جان کېري د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن په مزاکراتو خبرې اترې کوي. ددې نه وړاندې هغه د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو او فلسطیني صدر محمود عباس سره لیده کاته وکړل.
جان کیري وویل منځني ختیز کې د امن په موضوع پرمختگ شوی دی او لا نور کار پکار دی. هغه امید څرگند کړو چې اسرائیلي او فلسطیني مشران به د امن په یو چوکاټ اتفاق ترلاسه کړي.
هغه وویل د امن په چوکاټ ممکنه اتفاق به اهم پرمختگ وي خو د هغه د اټکل نه به کم وي چې جان کیري پکې د اپریل د میاشت پورې معاهدې ته د رسیدو خبره کړې وه.
د امریکا سیکریټري اف سټیټ یا خارجه وزیر جان کیري به د نورو خبرو اترو د پاره د یروشلم دوره کوي.