د امریکې د دفاع وزیر جان کیري د بې پائلټه هوايي جهازونو یا د ډرون بریدونو دفاع کړې ده او ویلي يي دې داسې قسمه حملې یواځې د ترهگرو خلاف په داسې صورت کې کولی شي چې حدفونه يي په کره توگه تصدیق شوي وي.
د ایتهوپیا سرښار ادیسه بابا کې د طالب علمانو یوې غونډې ته وینا کې جان کیري وویل تیر کال پاکستان کې ډیرې کمې د ډرون حملې شوي دي او دا ځکه چې د القاعده نوغی په کامیابۍ ویستلی شوی دی.
جان کیري زیاته کړه چې یواځې زیاتره حملې د ترهگرو د مشرانو خلاف د مکمل تصدیق نه ورسته ترسره کیږي.
پاکستان په خپله خاوره د ډرون بریدونو مخالفت کوي او د خپلې خپلواکۍ سرغړونه يي گرځوي. پاکستاني چارواکي دا هم وايي چې د ډرون حملو په نتیجه کې د امریکې په مخالفت کې نوره اضافه کیږي.
خو امریکائي چارواکې او خپله د وسله والو په ویب پاڼو ددې خبرې تصدیق شوی چې ډرون بریدونو کې د وسله والو گڼ شمیر اهم غړي وژل شوي دي.
ددې ترڅنگ پاکستان تر دا وخت د امریکې دا غوښتنې نه دي منلې چې شمالي وزیرسیتان کې دې د وسله والو خلاف کاروائي ووکړي. امریکائي چارواکې وايي شمالي وزیرستان کې موجود وسله وال افغانستان کې د افغان او نړي والو ځواکونو خلاف د حملو تیاری کوي.
شمالي وزیرستان کې د کاروائي په حقله پاکستان وايي دومره وسائل نه لري چې په یو وخت په پوځ په مختلفو محازونو ووجنگوي.
د ډرون حملو په حقله د امریکې صدر براک اوباما د امریکې قامي سلامتیه په موضوع د زیارت په ورځ یو اهم تقریر کې ویلي دا یواځې په داسې صورت کې کولی شي چې د ترهگرو په نخښه کولو د پاره بله کومه لار موجود نه وي.