لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د شمالي کوریا مشر سره په لیدو راضي شوی


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په دې راضي شوی چې د شمالي کوریا مشر کم جونګ اون سره به د مې په میاشت کې د دغه هیواد لانجمن اېټمي پروګرام په سر خبرې اترې کوي.

د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د شمالی کوريا مشر کم جون اونګ سره د ملاقات یا لیدو کتو بلنه د ځېنو څیړونکو په نظر يو حيرانونکې پرمتخگ دی او ورته خوش بينه دي خو ځېني نورو بیا په دغې شکونه څرگند کړي.

د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمېنځ د لیدو کتو څرګندونې د سويلي کوريا د قامي امنيت مشر چونگ ایيو يونگ تیره ورځ په سپينه ماڼۍ کې د صدر ټرمپ او د انتظاميۍ د مامورينو سره د لیدو کتو وروستو کړي.

په سپینه ماڼې کې د صدر ټرمپ سره په ملاقات کې ښاغلي چونګ امریکایي صدر ته د شمالي کوریا د خپل سفر او ملاقاتونو تفصيل هم ورکړی.

نوموړي صدر ټرمپ ته د شمالي کوريا د مشر د خپل هيواد د لانجمن اېټمي پروگرام په سر خبرو اترو ته امادګي ښودلو او د میزایلي ازموینو نه ډډه کولو بارو په اړه هم خبر کړی.

د سویلي کوریا د قامي امنیت مشر چې د کوریايي هیوادونو تر مېنځه د خبرو اترو مشري يې هم کوله صدر ټرمپ ته ویلی چې شمالي کوریا دغه خبرو اترو ته تیاریږي که چرې امريکا د دغه هيواد حکومت ته د امنيت باور ورکړي او د پوځي عملياتو د دهړکو نه لاس واخلي.

نن د جمعې په روځ د امريکا د خارجه چارو وزير ريکس ټيلرسن چې دا مهال د افریقايي هیوادونو په سفر دی د صدر ټرمپ او د شمالي کوریا تر مېنځه لیده کاته یو مهم پرمختگ بللی او زیاته کړې يې ده د خبرو اترو لپاره دا تر ټولو مناسب وخت دی.

ښاغلی ټیلرسن ویلي صدر ټرمپ د وړاندې نه د خبرو اترو په لار د شخړو هوارولو په پالیسۍ کار کوي.

که د امریکا او شمالي کوریا مشران د مې په میاشت کې د شمالي کوريا اېټمي پروګرام په سر خبرو اترو ته کښېني نو ګڼ څيړونکي ګمان کوي دغې سره به د دوو کالو راهسې په دغه سېمه کې مخ په زیات شوي کشاله به سر ته ورسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG